لیکوال: نورالله عابد
لیکنه شاید اوږده وي خو که یې ووایاست ډیر څه به ترې لاسته راوړئ.
د خپل مسلک انتخاب زمونږ د ژوند یو له سترو او ننګوونکو پریکړو څخه دی، ځکه یو سم انتخاب زمونږ راتلونکی ژوند د سمون خواته بیولای شي، خو ددې تر څنګ یو ناسم انتخاب مو ژوند کې له ماتو، ننګونو، ناڅرګندتیاوو او مایوسۍ سره مخ کوي.
نو څنګه باید خپل مسلک انتخاب کړو؟
۱:- د مسلک انتخاب یو اوږد مهاله فکر او پلان ته اړتیا لري. که فکر کوئ چې له دولسم ټوالګي څخه د فراغت وروسته به ددې پریکړه کوئ، چې کومه رښته باید ووایاست او یا هم د کانکور د امتحان په ورځ به ځانته په ناڅاپي ډول یوه رښته یا مختلفې رښتې ټاکئ نو دا کار مو په حقیقت کې د خپل ځان، راتلونکي او په ټوله کې له ژوند سره د لوبو او تمسخر کولو په معنی دی.
۲:- د لسم ټوالګۍ را پدېخوا باید د خپل مسلک په اړوند فکر وکړئ او منظم پلان ترتیب کړئ، ددې کار کولو لپاره مو لومړی د خپل ضعف او قوت نقطو او تر څنګ یې خپل ذوق او علاقې ته بشپړ پاملرنه وکړئ.
ذوق او علاقه په دې برخه کې ډیر مهم رول لري او ددې تر څنګه مو د ضعف او قوت نقطې هم له پامه مه غورځوئ.
که تاسې له ریاضیاتو سره علاقه نه لرئ او په دې برخه کې مو وړتیا کمه وي، نو هڅه وکړئ څو له انجینرۍ، اقتصاد، ریاضي او فزیک برخه کې تعلیم او تربیې څانګې او احصایې له انتخاب څخه ډډه وکړئ، ځکه هغوی چې له ریاضیاتو سره علاقه ونه لري او په دې برخه کې یې وړتیا لږه وي نو د هغوی لپاره د پورته څلور انتخابونو کول یو ناسم کار دی، ځکه په ریاضیاتو کې له مهارت لرلو پرته د پورته رښتو ویل ډیر ستونزمن کار دی.
که له زخمونو کرکه لرئ او یا هم یو مریض ته په کتلو سره مو وضیعت نا ارامه کیږي نو په دې پوه شئ چې تاسې د طیب لپاره جوړ نه یاست. د طیب مسلک کې باید تاسې یو ځواکمن زړه لرونکی انسان و اوسئ او په ټوله کې باید په خپل ځان دومره باور ولرئ، چې د یو انسان په هر ډول حالت کې د لیدو وړتیا ولرئ او که دا وړتیا لرئ نو تاسې کولای شئ د طیب مسلک ته داخل شئ.
که ژبغړاند یاست، د نظرياتو له زده کړې سره مینه لرئ او غواړئ تل د خلکو سره په اړیکه کې پاتې شئ نو ژورنالیزم ، هنر حقوق او سیاسي علوم ستاسې لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی.
۳:- چاته اجازه مه ورکوئ څو تاسې ته ووایي چې دغه مسلک یو غوره مسلک دی، ځکه هغه شخص ستاسې له وړتیاوو ناخبره دی او په دې نه پوهیږي چې آیا تاسې ددې مسلک د ویلو وړتیا او علاقه لرئ او که نه؟ همدارنګه ژوند ستاسې دی نو مسوولیت یې هم باید خپله په غاړه واخلئ. اجازه مه ورکوئ چې نور مو د ژوند مسیر درته وټاکي.
خو کولای شئ چې په دې برخه کې د مسلکي کسانو له مشورو او تجربو څخه ګټه واخلئ.
۴:- د پیسو ګټلو او شهرت په موخه او یا هم ددې ټکي په نظر کې نیولو سره چې که دغه رښته ووایم نو شاید ډیر څه به تر لاسه کړم او مالدار به شم، خپل مسلک مه ټاکئ، که نه نو په لوی لاس مو خپل راتلونکی ژوند په غیر اړینو موخو پورې محدود کوئ.
مسلک مو په دې فکر وټاکئ چې راتلونکې کې یو کامیاب او په خپله برخه کې مسلکي شخص درڅخه جوړ شي، څو ځان، کورنۍ، ټولنې، هیواد او نړۍ ته مو ګټه ورسیږي.
۵:- که په یو وخت له دوه یا څو رښتو سره علاقه لرئ او د یادو رښتو د ویلو وړتیا هم لرئ نو څنګه باید تر منځ یې یوه غوره رښته وټاکئ؟
لومړی د اړوند رښتو د قوت او ضعف نقطې ولیکئ. د قوت نقطو څو بیلګي عبارت دي په اړوند رښته کې کاري فرصتونه، ټولنې کې یې اړتیا، د پوهنتون موده او داسې نور. ددې تر څنګ مو خپل د قوت او ضعف نقطې ورسره پرتله کړئ، د یو ژور تحلیل کولو څخه وروسته یوه رښته وټاکئ.
۶:- د خپل مسلک د انتخاب په وخت کې د ټولنې کلتور او حساسیتونه په پام کې ونیسئ. د بیلګي په ډول: د مسلک په ډول د هنر (موسیقۍ، سندرغاړي جوړیدل ، یا هم بلې هنري رښتې) انتخاب په افغانستان کې ډیر کم د مختګ تګ فرصتونه لري او همدارنګه ځیني حساسیتونه هم شتون لري، نو شاید د داسې مسلک انتخاب یوه سمه پریکړه ونه اوسي.
۷:- د وخت په تیریدو سره مو شاید د ټاکلي مسلک په اړوند علاقه کمه شي نو د ځان لپاره دوهم انتخاب له پیل وړاندې وساتئ.