تر ټولو زیاتو پیسو ګټلو په نوملړ کې د هالیوډ جارج کولوني لومړی مقام واخیست

سپینه تجريدي ډیزاین

د هالیوډ فلمي لوبغاړی جارج کولوني په فلمي نړۍ کې تر ټولو د زیاتو پیسو ګټلو په لیست کې لومړی نمبر شو.
یوه امریکایي ورځپاڼه هر کال د زیاتو پیسو ګټوونکو فلمي ستورو یو نوملړ اعلانوي چې سږ په دغه نوملړ کې د بالیوډ (هندۍ سینما) یوازې د دوه فلمي ستورو سلمان خان او اکشي کمار نومونه شته.
د امریکایې ورځپاڼې فوربز د اعلان شوې نوملړ له مخې د هالیوډ مشهور فلمي ستوري جارج کولوني تر ټولو زیاتې پیسې ګټلي دي.
د اعلان شوې نوملړ په لسو زیاتو پیسه ګټوونکو کې د بالیوډ سلمان خان او اکشي کمار دي.
اکشي کمار په دغه نوملړ کې د ۴۰،۵ میلیون ډالرو چې تقریبا ۲۸۴ هندۍ روپۍ کیږي، د زیاتو پیسو ګټوونکو په قطار کې اوم مقام اخیستی.
اکشي کمار تر ټولو زیاتو پیسو ګټلو په نوملړ کې د هالیوډ جارج کولوني لومړی مقام واخیست
د هندۍ سینما بل فلمي ستوري سلمان خان یا دبنګ خان بیا د ۳۸،۵ میلیون ډالرو په ګټلو چې تقریبا ۲۷۰ کروړ هندۍ روپۍ کیږي ۹ مقام اخیستی.
سلمان خان تر ټولو زیاتو پیسو ګټلو په نوملړ کې د هالیوډ جارج کولوني لومړی مقام واخیستسلمان خان تر ټولو زیاتو پیسو ګټلو په نوملړ کې د هالیوډ جارج کولوني لومړی مقام واخیست
جارج کولوني په دغه نوملړ کې لومړی مقام لري، د خپرو شوېو معلوماتو له مخې نوموړي اداکار ټول ۲۳۹ میلیون ډالر ګټلي چې تقریبا ۱۶۷۴ کروړه هندۍ روپۍ ترې جوړیږي.
د هالیوډ بل مشهور لوبغاړي ډوئن جانس ۱۲۴ میلیون ډالرو په ګټلو سره چې ۸۶۹ کروړه هندۍ روپۍ کیږي دویم مقام نیولی دی.
ډوئن جانس تر ټولو زیاتو پیسو ګټلو په نوملړ کې د هالیوډ جارج کولوني لومړی مقام واخیست
د هالیوډ بل مشهور فلمي ستوري چې زیات مینوال لري جیګي چین هم په دغه نوملړ کې ځای لري.
جیګي چن تر ټولو زیاتو پیسو ګټلو په نوملړ کې د هالیوډ جارج کولوني لومړی مقام واخیست
جیګي چین په کې دریم مقام لري، په دغه کال کې یې فلمونو ټولو ۴۵،۵ میلیون ډالر ګټلي چې ټولې ۳۱۹ کروړ هندۍ روپۍ کیږي.