د ترکیې ملي هوایي شرکت، ترکیش ایرلاینز، د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نږدې درې کاله وروسته یې افغانستان ته الوتنې بیا پیل کړې دي. دا الوتنې له کابل هوايي ډګر څخه په اله ګوله د امریکايي ځواکونو له وتنې وروسته د رامنځ ته شوې سیاسي ګډوډۍ له امله ځنډول شوې وې.
لومړۍ ترکیش ایرلاینز الوتکه د سه شنبې په ورځ په کابل نړیوال هوایي ډګر کې ښکته شوه چې د ترکیې د بیلابیلو ادارو چارواکو او د افغان حکومت د ځینو لوړ پوړو غړو لخوا یې هرکلی وشو.
افغانستان ته ټولو نړیوالو هوایي شرکتونو خپلې الوتنې وروسته له هغې وځنډولې کله چې پر کابل د اسلامي امارت د ځواکونو د بیا واکمنۍ وروسته د کابل څخه د نړیوالو ځواکونو د پراخې تخليي پر مهال کابل هوايي ډګر زیانمن شو. دا حالت په اګست ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو له شلو کلونو جګړې وروسته له دې هیواده وتلو پر مهال رامنځته شو.
ترکیش ایرلاینز چارواکي وايي چې دوی به په اونۍ کې څلور ځله د سه شنبې، چهارشنبې، جمعې او یکشنبې په ورځو د استانبول او کابل ترمنځ کې الوتنې کوي. د ترکیې سفارت د چارو سرپرست په کابل کې وویل: “موږ خوښ یو او ویاړو چې د نږدې درې کلونو وروسته په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د ترکیش ایرلاینز لومړۍ مسافر وړونکې الوتکې ته هرکلی کوو. د ترکیش ایرلاینز د الوتنو بیا پیل زموږ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره د متقابل اعتماد او همکارۍ سمبول دی. دا نوی پیل زموږ د دواړو هیوادونو لپاره یو مهم ګام دی.”
په متحده عربي اماراتو کې میشت هوایي شرکت فلای دوبۍ په نومبر ۲۰۲۳ کې لومړی نړیوال شرکت شو چې افغانستان ته یې د اسلامي امارت دې بیا واکمنۍ په دوره کې الوتنې پیل کړې. د کابل هوایي ډګر بشپړ فعالیت د افغانستان د خراب شوي اقتصاد د بیا راژوندی کولو لپاره حیاتي ګڼل کیږي.
د فلای دوبۍ سربیره، د افغانستان کام ایر او آریانا افغان هوایي شرکتونه اوس مهال له کابله محدودې الوتنې د دوبۍ، مسکو، اسلام آباد او استانبول په ګډون ځینو ښارونو ته لري .
افغان چارواکو د ترکیش ایرلاینز د بیرته راتګ په اړه خپله مننه او خوښي څرګنده کړه.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند او ترانسپورت وزارت مشاور، غلام جیلاني وفا، د الوتنو د بیا پیل په اړه د همکارۍ پر هڅو تاکید وکړ. “د ترکیش ایرلاینز بیرته راتګ د دواړو هیوادونو د چارواکو د همکارۍ هڅو یوه بیلګه ده. ” د نوموړي په وینا دا به د افغانانو لپاره د سفر ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کوي.
د کابل نړیوال هوایي ډګر مشر، عبدالهادي محمدي، په دې اړه وویل”د ترکیش ایرلاینز الوتنو بیا پیل زموږ په هیواد کې د امنیت ښه والي یو نښه ده او نورو نړیوالو هوایي شرکتونو ته یو مثال جوړوي چې تعقیب یې کړي.”