په يوه توپ ۲۸۶ منډې؛ حېرانونکې نه ده؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
د کرکټ تاريخ په عمومي ډول د جالبو کيسو او په حيرانونکو ريکارډونو سره پيل شوی دی.
د پخوا کرکټ د اوسني کرکټ سره توپير درلود، په لومړيو کي ورته منظم پلان نه وو جوړ شوی، ځانګړي مقررات او قوانين يې نه درلودل، خو لاهم دلچسپه وه.
پخواني کرکټ داسې رول درلود، چې کله به يوې لوبډلې توپوهنه ترسره کول، نو د دوو توپوهونکو سره نور لوبغاړي يې هم نه کښېنستل او ډګرساتنه بې ترسره کول.
نيلسن د کرکټ يو پخوانی لوبغاړی وو، د انګليستان په لارډز لوبغالي کي يې د نورو لوبغاړو سره په جګړه کي خپل يوه سترګه او يو لاس وبايلل.
د جرمني مشر اډولف هټلر چې د جرمني د يو ډېر قاطع او جدي مشر په حيث تېر شوی دی، او هرڅوک يې پېژني.
يوه ورځ د کرکټ لوبغالي ته ولاړي ترڅو وګوري چې کرکټ څنګه لوبه ده؟
د کرکټ د تاريخ په کيسو کي داسې راځي چي هيټلر د خپل هيواد کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي ووژل، دده دليل دا وو چې ددې پرځای چې ده دومره وخت د کرکټ لوبې ته تېروي کولی يې شول چې ټوله نړۍ ونيسي.
کرکټ ډېر نور زيات خرافات هم درلودل چې د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړل، خو ځيني يې لاتر اوسه هم د لوبغاړو او کوچونو له خوا ترسره کيږي.
په يوه توپ سره څومره چې امکان لري د منډو ترسره کول د انسان په دماغ کې ډېرې پوښتنې راولاړوي، خو په دغه برخه کې ډېر ريکارډونه د ۱۸۰۰ز کال څخه تر ۱۹۰۰ز کلونو پوري جوړشويدي.
خو په يوه توپ سره د ۲۸۶ منډو ترسره کول هر چاته ډېره جالبه او نه مننونکې خبره ده، خو ۱۹۴ کلونه وړاندې داسي شويدي.

په ۱۸۹۴ز کال اسټراليا کې د ويسټرن اسټراليا او وکټوريا لوبډلو ترمنځ د فرسټ کلاس لوبه روانه وه، د لوبي لومړنی توپ د توپوهونکي له لوري په خورا قوي انداز ولوبول شو، توپ د يوې جګې ونې د سر په يو نري ښاخ کې چې د لوبغالي په يوه برخه کې وه، بند شو.
لوبڅارانو هيڅ ډول پرېکړه ونه کړل ځکه چې توپ مالوم ځای وو او لاسرسی هم ورته وو.
لوبغاړي په ورک شوي توپ پسې ګرځېدل، مالومه خبره وه چې توپ تر لاس لوړ وو، د پيدا کولو لپاره يې ډېر وخت غوښتی.
تر ټولو حيرانوونکې دا ده، په هغه وخت کې چې لوبغاړي په توپ پسې ګرځېدل توپوهونکو پدې وخت کې د موقع څخه ګټه اخيستل او ترهغه وخته يې منډي کولې ترڅو چې توپ پيدا کېدي.
نور نو د ويسټرن اسټراليا لوبډله ډېره خسته شوي وه، هر څومره چې به يې توپ په ډبرو ويشتی، خو نه راشوه کېدی، خو وروسته لوبډلې ته يو په زړه پورې نظر راغی، يو کس د خپل کور څخه توپک راوړ او هماغه ښاخ چې توپ پکښې بند وو په مرمۍ يې وويشتی.
لوبغاړو ته دا اجازه وه، که چېري يې توپ ځمکي ته تر لوېدو مخکي نيولی وای په کېچ کې حسابېدی، خو کله چې ښاخ په مرمۍ وويشتل شو، توپ د د پيلډران څخه لېري ولوېد، چې په دې سره لوبډله نوره هم نا اميده شوه.
په دې وخت کې اوپنرانو په ډېرې هوښياري او ستړيا سره د امکان تر حده منډې ترسره کړي وې، چې لوبڅار هم ورسره ۲۸۶ منډې ومنلې.
وکټوريا لوبډلې د همدې يوه توپ وروسته خپله پاړۍ پای ته ورسول او ريکارډ يې هم جوړ کړ، خو ويسټرن اسټراليا لوبډله پدې ونه توانېده چې ياد هدف ته ځان ورسوي او خپله ماته يې د وکټوريا لوبډلې په وړاندې ومنل.