د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړ شوی د کرونا واکسین په رسمي ډول پر ناروغانو ازمايي.
د راپورونو له مخي د عامي روغتیا وزارت یو پلاوی به له حکیم الکوزي سره د افغان جاپان روغتون ته ولاړ شي او هلته به د الکوزي له لوري جوړ شوی واکسین د کرونا ویروس پر ناروغانو وکتل شي.
د راپورونو په بنسټ له هغه وروسته به د عامي روغتیا وزارت په رسمي ډول سبا شنبه د یاد جوړ شوي واکسین په اړه معلومات خپاره کړي.
کندهاری طبیب حکیم الکوزی وايي، داسي درمل یې جوړ کړي، چي له کرونا ویروس څخه پرې هر څوک رغیږي.
پر ټولنیزو رسنیو زیاتو کسانو پوسټونو کړي او ویلي دي، چي د حکیم الکوزي درمل ئې کار کړي او ډېر ژر له کرونا ویروس روغ شوي.
خپله حکیم الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د درملو د رسمي کېدو په اړه تراوسه دولت کوم رسمي اقدام نه دی کړی.