تاجکستان له خپل هېواده افغان کډوال شړي

افغان کډوال

په تاجکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ” يو ان اچ سي ار” ويلي، په تېرې ډیسمبر مياشت کې لسګونه افغان کډوال له ياد هېواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

 په داسې حال کې چې له ايران او پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ په تېزۍ سره روانه ده د افغانستان یو بل ګاوندي هیواد تاجکستان هم د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې او په تېري میاشتې کې یې په لسګونه افغان کډوال له خپل هیواده شړلي دي.

په تاجکستان کې یو شمیر افغان کډوال وايي چې په ډېرو ستونزو او سختيو يې ځانونه دې هېواد ته رسولي دي او افغانستان ته په تلو سره يې ژوند له ګواښ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي، تاجکستان باید د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي.

 د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ” يو ان اچ سي ار” فرانسې خبري آژانس ته  ويلي چې، په ډیسمبر مياشت کې  له تاجکستانه د لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوال بېرته افغانستان شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر ویلي ” د داسې يو کس ايستل چې هغه د شکنجې یا د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ وي، د تاجکستان د کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې دي.”

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په تاجکستان کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۹,۰۰۰ تنو ته رسېده.

دا په داسې حال کې دي چې ایران او پاکستان هم هره ورځ په په مختلف شمیر سره افغانان له خپلو هېوادونو باسي او ترکیې هم مخکې دا کار کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي خو په همدې موده کې بیا څه باندې ۷۴۰ زره کسان له افغانستانه بېرته وتلي هم دي.

Be the first to comment

Leave a Reply