د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن بیت المقدس د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپیژني او د بهرنیو چارو وزارت ته به لارښوونه وکړي چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال څو کلنې چارې پیل کړي.
تر ټرمپ مخکې ټولو امریکايي ولسمشرانو په هرو شپږو میاشتو کې په تل ابیب کې د امریکا د سفارت د پاتې کیدو یو سند لاسلیکوه او تر اوسه یې بیت المقدس د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسمیت نه و پیژندلی.
ولسمشر ټرمپ هم د خپل واک په لومړیو میاشتو کې دا سند لاسلیک کړ. خو اوس چې د شپږو نورو میاشتو لپاره یې ټاکلی ضرب الاجل پای ته رسیدلی نوموړې په تل ابیب کې د امریکا د سفارت د پاتې کیدو سند لا نه دی لاسلیک کړی.
امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر ټرمپ به دشپږو نورو میاشتو لپاره دا سند لاسلیک کړې. خو په عین حال کې به بیت المقدس د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسیمت وپیژني او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته به لارښونه وکړي چې د سفارت د انتقال څو کلنې چارې پیل کړي.
بیت المقدس هغه ښار چې اسرایل او فلسطین دواړه یې خپل پایتخت بولي
بیت المقدس د مسلمانانو لپاره دریم سپیڅلی ځای دی او د مسلمانانو لومړۍ قبله ده. همدارنګه دا ښار د یهودي او عیسوي عبادت ځایونو له پلوه ددې مذهبي ډلو پلویانو ته هم سپڅلی دی.
اسرایل ټول بیت المقدس خپل پایتخت بولي، په داسې حال کې چې فلسطینیان ددې ښار ختیځه برخه چې د ۱۹۶۷ م کال د منځني ختیځ په جګړه کې اسرایلو ونیوله د خپل راتلونکې خپلواک فلسطیني دولت پایتخت بولي.
کړکیچ تر ډیره د بیت المقدس پر زاړه ښار دی چې په کې د یهودانو، مسلمانانو او عیسویانو سپیڅلي ځایونه دي. حرم قدسي شریف چیرې چې زرګونه کلونه مخکې یهودي عبادت ځایونه وو، د یهوانو لپاره سپیڅلي ځای دی. اوس دغلته د الاقصی جومات دی چې د مسلمانانو لپاره درییم سپیڅلی ځای بلل کیږي. سره له دې چې اسرایل پر بیت المقدس واک لري، او حکومت یې دغلته متمرکز دی. خو په ۱۹۶۷ م کال کې د منځني ختیځ له جګړې وروسته د اسرایلو له خوا د ختیځ بیت المقدس له ځان سره په زور یوځای کول او اشغال په نړیواله سطحه نه دی منل شوی. نړیواله ټولنه تر ډیره وايي، د بیت المقدس په اړه باید نهايي پریکړه د خبرو اترو له لارې وشي.
ټرمپ ولې بیت المقدس د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسمیت پیژندل غواړي؟
ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال داسرایل پلوو امریکایانو د رایوو د خپلولو لپاره د اسرایلو په پلوۍ دریځ خپل کړی او ژمنه یې کړې وه چې که ولسمشر شي، بیت المقدس به د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپیژني او له تل ابییب څخه به د امریکا سفارت ور انتقال کړي.
نوموړې اوس غواړي خپله دا ژمنه عملي کړي.
بیت المقدس لا د مخه اسرایلي دولت د خپل مرکز په توګه کاروي. د اسرایلو د صدراعظم نتنیاهو دفتر، د اسرایلو ستره محکمه، پارلمان او ګڼې نورې ادارې په بیت المقدس کې دي او بهرني مشران چې کله اسرایلو ته سفر کوي نو له اسرایلي چارواکو سره د لیدنو لپاره بیت المقدس ته ورځي.
خو نړیواله ټولنې تر ډیره بیت االمقدس یو لانجمنه سیمه بللې او د اسرایلو د پایتخت په توګه یې په رسمیت نه پیژني. د نړۍ ګڼ هیوادونه ټینګار کوي چې پر بیت المقدس دې د فلسطینیانو او اسرایلو دعوه د خبرو اترو له لارې په منصفانه ډول هواره شي.
د ټرمپ اقدام به تاوتریخوالي رامنځ ته کړي
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د سه شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ سره په ټیلفوني خبرو کې نوموړې ته خبرداری ورکړ چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال به نه یوازې د فلسطین او اسرایلو ترمنځ د سولې خبرې او هڅې ختمې کړي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب شي.
فلسطیني چارواکو د ټرمپ له خوا د بیت المقدس په اړه د اعلان په صورت کې به بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې د سختو اعتراضونو او تاوتریخوالي د زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.
نړیواله ټولنه څه وايي؟
د ولسمشر ټرمپ ددې پریکړې چې غواړي بیت المقدس د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپیژني نژدې ټولې نړۍ مخالفت څرګند کړی. پر عربي نړۍ، ترکیې ایران او نورو اسلامي هیوادونو سربیره چین، روسیې، اروپايي ټولنې په ځانګړې توګه جرمني او فرانسې د ټرمپ ددې اقدام پر خلاف خبرداری ورکړی او ټولو ټینګار کړی چې دا به په منځتي ختیځ کې تاوتریخوالی زیات او په ټوله نړۍ کې د بې ثباتۍ سبب شي.
د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان دا پر عربي نړۍ تیری بللی.
د عرب لیګ مشر ویلي، د ټرمپ دا کار به خطرناک عواقب ولري.
ترکیې ولسمشر ویلي، که ټرمپ بیت المقدس د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسیمت وپیژني له اسرایلو سره په ډیپلوماټیکي اړیکې پرې کړي.
د نړۍ د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د بیت المقدس په اړه د هرې پریکړې مخکې د ټولو لورو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې.
لنډه دا چې نژدې ټولې نړۍ له ولسمشر ټرمپ غوښتي چې په داسې یو اقدام دې په سیمه کې تاوتریخوالی نه سیوا کوي.