بومرا تيره شپه هيټرېک وکړ!

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه:بهار سمسور
هند او ویسټینډیز:بومرا هاټرېک وکړ،هانوما ویهاري سل او ایشنټ شرما پنځوس منډې جوړې کړې
د ویسټينډیز او هندوستان تر منځ په دوهمه ټېسټ لوبه کې هندي چټک توپ اچونکي جسټ پرېټ بومرا هاټرېک وکړ.
لومړۍ هندوستان توپ وهنه وکړه چې ۴۱۶ منډې يې د اګروال د ۵۵ لوبډلمشر کوهلي د ۷۶ هانوما ویهاري ۱۱۱ خو د توپ اچونکي ایشنټ شرما د ۵۷ منډو پر مټ جوړې کړې.
دا د ځوان لوبغاړي هانوما وهرا لپاره د ټېسټ کریکټ لومړۍ سلیزه ده.
fb img 15673059372942400525754197568748 بومرا تيره شپه هيټرېک وکړ!
د هند په توپ اچونه کې بومرا ۹ اورونو کې یوازې ۱۶ منډې ورکړې چې ۶ ویکټې يې هم تر لاسه کړې.
نوموړی د هندوستان لپاره دریم هغه توپ اچونکی شو، چې له کور بهر په ټېسټ لوبه کې هاټرېک تر سره کوي،دری لوبغاړي پرله پسې سوځوي.
fb img 15673059253226223402516108656828 بومرا تيره شپه هيټرېک وکړ!
ایشنټ شرما چې د ټېسټ کریکټ بهترین توپ اچونکی دی،له دې مخکې يې په توپ وهنه کې ۳۱ نه سوځيدلې زیاتې منډې وې،خو د ویسټینډيز خلاف يې په سخته ویکټ ۵۷ منډې جوړې کړې،چې بیا د براتوېټ په توپ شامرین هیټمایر کېچ کړ.
د ویسټيڼډيز لپآره جیسن هولډر بیا پنځه هندي لوبغاړي وسوځول او ورسره کروموال ۳ او براتوېت یو هندی لوبغاړی له مخې پورته کړ.
fb img 15673059770792544698616579831003 بومرا تيره شپه هيټرېک وکړ!
دا وخت ورځ پای ته رسیدلې،خو ویسټينډیزۍ لوبډله په توپ وهنه کې له سختو حالاتو سره لاس او ګریوان ده،چې یوازې په ۸۷ منډو کې يې ۷ لومړني لوبغاړي له لاسه ورکړي او د بومرا هاټرېک پر مټ هندوستان د لوبې لومړۍ ورځ برلاسی ښکاري.