ژباړه: حمیدالله حمیدي
تر هر څه وړاندې د خپل ځان په اړه فکر وکړه چې کومې ښېګڼې لرې؟ د لا زیاتوالي لپاره یې څه کول په کار دي، له دې ښیګڼو څخه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره څنګه ګټه اخیستلای شې؟ کومې نیمګړتیاوې او کمۍ لرې؟ د دې نمګړتیاوو لاملونه څه شی دي او څنګه کولای شې له منځه یې یوسې تر څو خپله مخه دې پرانیستې وي.
ته کله کله دومره د مادیاتو په نړۍ کې ډوبېږې چې ان له یاده دې وځي چې دې نړۍ ته د څه لپاره راغلی یې؟ د دې لپاره چې له دې لومو ځان خلاص کړې، په خلاصو سترګو او په پوره دقت سره د ځان په اړه فکر وکړه؛ څوک یم، له کوم ځایه د څه لپاره راغلی یم او چېرې ځم. ډېره مشهوره خبره ده چې وایي د ځان پېژنده د خدای پاک پېژندنه ده، نو چې داسې ده لومړی خپل ځان وپېژنه، د ځان قدر وکړه، له ځانه مرسته وغواړه او د ځان پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسه تر څو خپلې موخې ته په اسانۍ سره ورسېدلای شې.
د ستونزو په وخت کې لومړی خپل ځان ته رجوع وکړئ، هر ستونزه به دې په خپل وار سره حل شي، په مخ کې هر خنډ به دې له منځه ولاړ شي او د بریاو دروازې به دې یو پر بل پسې پر مخ پرانیستل شي. ستا په وجود کې دغه الهي قوه هېڅکله هم تا ته داسې څه نه درکوي چې ستا او د نورو د ځور لامل وګرځي، د ځان په اړه ستا په ذهن کې ټولې سالمې مشورې ستا په ګټه دي.
یوازې ته خپله یې چې له ځان سره مرسته کولای شې
همدا ته یې چې موخې ته د رسېدو لپاره په مخ کې پراته خنډونه له منځه وړلای شې.
همدا ته یې چې پوه شې اوسنۍ اړیکې دې په ګټه دي او که په تاوان.
همدا ته یې چې د خپل ځان لپاره تر ټولو ښه دنده پیدا کړې.
همدا ته یې چې له خپل ځان سره صادق او رښتینی و اوسې.
همدا ته یې چې د خپل ځان لپاره یوه ارامه فضا جوړه کړې، تر څو د لږ وخت لپاره په کې دمه وکړې.
همدا ته یې چې ځان ته ډاډ ورکړې، څو پر خپل نفس دې اعتماد زیات شي.
همدا ته یې چې له ځان سره مرسته وکړې، تر څو معنویت دې نور هم قوي او ژور شي.
په مخ کې پرتې ستونزې دې له منځه یوسه
له ټولو مخکې په دې اړه فکر وکړه چې کوم څه خو به ستاسو او ستاسو د ذهن تر منځ د خنډ په توګه نه وي واقع شوي، کله چې ستاسو ذهن د ګڼو ستونزو په حل کولو لګیا وي، نو ستاسو په خوا یې ډېر پام نه وي او ستاسو غږ په اسانۍ سره نه شي اورېدلی. ستا ذهن تل ګڼ غږونه لکه نصیحت، اخطار، زړه سوی، دلیل او برهان او داسې نور اوري، نو تل مو باید دې ته پام وي چې تاسو باید څه واورئ.
ستاسو ذهن تاسو ته لارښوونه کوي چې په کومه لار باید ولاړ شئ. ستاسو په ذهن کې شته وړتیا تاسو ته نه وایي چې تاسو تر نورو کسانو غوره یاست؛ ځکه دغه الهي ډالۍ د ټولو په سرونو کې شته، خو ذهن مو دا درته ویلی شي چې کوم څه مو ډېر په ګټه دي، البته معنوي نه، مادي.