د افغان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل او نور چارواکي متحده عربي اماراتو تللي دي او له یوې هندي کمپنۍ سره یې د ای پي ایل سیالیو د تنظیم تړون لاسلیک کړی دی.
د کرکټ بورډ اجرایه رییس شفیق ستانکزي اماراتو کې له هندۍ کمپنۍ سره یې د تړون د لاسلیک په غونډه کې د خبرو پرمهال د لوبو نیټه هم اعلان کړه.
کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د اجرائیوي مشر له قوله ویلي چې د ای پي ایل سیالۍ به د ۲۰۱۸مېلادي کال د اکتوبر میاشتې له پنځمې نیټې پیل شي او د همدې میاشتې په ۲۳ نېته به پای ته ورسیږي.
نوموړی وایي چې په دغه لیک کې به ټولې ۲۴ څلرویشت سیالۍ تر سره شي.
خو د کرکټ بورډ په صفحه دا نه دي لیکل شوي چې د دغه سیالیو لپاره به د لوبغاړو اخیستلو (بولۍ) مراسم کله پيل شي.
موده وړاندې د کرکټ بورډ چارواکو له افغان کرکټ مینوالو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان پریمیر لیک(ای پی ایل) په نامه سیالۍ به ډېر پيل کړي.
دغه سیالۍ متحده عربي اماراتو کې تر سره شي چې په کې افغان لوبغاړو سربېره د نورو هېوادونو لوبغاړي هم برخه واخلي.
ای پی ایل به شل اوریزه سیالۍ وي چې په هره لوبډله کې به د ۷ افغان لوبغاړو سربېره ۴ بهرني لوبغاړي هم ولوبیږي.
د ای پي ایل غونډې د تړون ویډیو؛
https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/videos/2081166648804589/
بل پلو:
افغان کرکټ بورډ وایې چې د ای پی ایل د سیالیو قرداد یې د یوې هندي کمپنۍ سره کړی، تر څو په شرېکه سره د افغانستان د پریمیر لیک سیالۍ تنظیم کړي او ښې یې پر مخه یوسي.
د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ویلي د دغو سیالیو لپاره یې له هندي ټي سي ایم کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی.
مشعل هېله ښودلې چې د دغه کمپنۍ په همکارۍ به د ای پې ایل سیالۍ ډېرې ښې وشي.
ورته هم مهاله د هندۍ ټي سي ایم کمپنۍ مشر شرما هم خوښي څرګنده کړې چې افغان کرکټ بورډ ورته د ای پی ایل په سیالیو کې د ګډون او شراکت موقع ورکړه.