لیکنه: ننډیش دوداماري
ژباړه: غازي عابد
۱- د وارخطايۍ او شکونو یوځای کول!
کله چې شکمن هم یاست او بیا ګډوډ یعنې وارخطا هم شئ، دغسې حالت کې په خپل ځان اطمینان او ډاډ له منځه ځي. همداراز دا ډول وضعیت مو فکر او نوښتونه له منځه وړي او د ډار او ویرې پر لور مو سموي.
۲- خپل شا او خوا خلک بې باوره کول یا یې باور ماتول!
که چیرته مو د خلکو هغه باور او اعتماد ته زیان ورساوه چې پر تاسې یې لري، نو هر ډول روابط او اړیکې مو خامیږي چې بلاخره همداسې له منځه ځي. بیا به تل یوازې پاتې یاست، خلک به مو له ملګرتیا تښتي.
۳- ښه پلانونکی ، خو نیمګړي تطبیقونکی
که ښه پلان جوړونکي یاست؛ خو عملي کوۍ يې نه، نو دا ډول خلک تل ناهیلي کیږي او یو کار یې هم ممکن نه وي.
۴- له زده کړې او هنره بې غوره پاتې کیدل
د ځینو هغو شیانو چې په ژوند کې رښیتا هم ډير مهم دي، لکه علم او ددې ترڅنګ نور مهارتونه او زده کړې؛ په دې اړه بې پروا او ناخبره پاتې کیدل به مو د د بلا تر کندې وغورځوي او تقریباً ژوند به مو په تیارو کې ډوب کړي.
۵- وخت ته پام یا احترام نه کول!
که وخت ته پام او سم یې استعمال نه کړئ، نو احمق او نادان در څخه جوړیږي. تل به په نن او سبا کې پاتې یاست چې بلاخره هر څه به وبایلۍ، نه به هغه وخت بیا راشي او نه هغه فرصت! له وخت څخه سمه ګټه اخیستل یو چانس وي!
دا پنځه شیان زما په نظر خورا مهم دي، که چیرته بې غوري په کې کوو، نو ژوند به مو له ګواښونو سره مخ شي او له هر ډول بریا به بې برخې او لرې اوسو.
ممکن تاسې نور څه هم ولرۍ، کولی شئ له هغوی هم استفاده وکړئ او ژوند مو ښه پر مخ بوځئ.