ژباړه: حمیدالله حمیدي
پر دې باید پوه شې چې هېڅ شی هم بدلون نه کوي تر څو چې خپله ونه غواړې. حالات، د ځان او نورو ملامتول نه شي کولای ستا په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډېرو شیانو د درلودو غوښتونکی وې او د زړه له تله ونه غواړې او خپل بخت پلمه کړې چې دا هر څه ممکن نه دي، هېڅ کله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شې رسېدای. ته باید خپلو هیلو ته وزرونه ورکړې او تل داسې فکر وکړې چې هر څه ممکن او کېدونکي دي. کله دې چې پر خپل ځان باور پیدا کړ او دا دې احساس کړه چې هر څه ممکن دي خپله به د یوه نوي کار او کړنې په لټه کې شې، که ته فکر کوې چې که زه په یوه مالداره کورنۍ او یا یوه بډای هېواد کې دنیا ته راغلی وای نو اوس به د ښه ژوند خاوند وای نو اشتباه کوې، راځه دا هر څه دې له ذهنه وباسه.
ایا له یوه اړخیز ژونده ستړی شوی یې او فکر کوې چې څنګه کولای شم په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولم؟ په هر صورت، ستا ژوند د یوې دایرې په څېر دی، هره ورځ څرخي او د ژوند ورځې دې یو پر بل پسې تېریږي، کله دې چې احساس کړه چې ژوند درته یو اړخیز شوی او غواړې بدلون په کې راولې نو پرېکړه وکړه، که پرېکړه نه شې کولای، یوازې خبرې او شکایتونه کوې، داسې ده لکه فلم چې دوه ځلي یا څو ځلي يې ګورې. زړه دې غواړې چې بې له ځنډه خپل ژوند بدل کړې، خو نه پوهېږې چې څه وکړې، همدې (څه وکړم؟) درته ژوند سخت کړی دی.
تا ته هم د نورو کسانو په څېر د لویو کارونو فکر په سر کې در ګرځي، خو نه پوهېږې چې څنګه دې خپلو لوړو موخو ته ورسېږې او کومه لاره تعقیب کړې؛ کېدای شي د یو اړخیز او یو ډول ژوند تېرولو یو لامل دې همدا وي، وېرېږې چې که د ښه ژوند کولو هڅه وکړې، هسې نه له بده بدتره شي او دغه کار دې د دې لامل کېږي چې پر خپل ځای پاتې شې.
که غواړې خپل پاتې ژوند جوړ کړې او ښه یې تېر کړې، له همدې اوسه پرېکړه وکړ، نن او سبا مه کوه؛”د نن کار سبا ته مه پرېږده” او نه هم د کومې معجزې تمه کوه، په ژوند کې مثبت بدلون دومره هم سخت نه دی لکه ته چې فکر کوې، کولای شې د ښه ژوند جوړولو لپاره واړه ګامونه پورته کړې؛ ځکه ډېر واړه ګامونه هم کولای شي تا خپلو سترو موخو ته ورسوي، واړه بدلونونه کولای شي ستا په ژوند، احساساتو او رفتار کې مثبت بدلون راولي، هره کوچنۍ پرېکړه کولای شي چې ته پر خپل ځان باور پیدا کړې او د ښه ژوند کولو انګېزه درکړي.
په ځینو وړو کارونو سره کولای شې په خپل ژوند کې لوی بدلونونه راولې، هغه وخت بیا پوهېږې چې څومره دغه واړه کارونه کولای شي ستا ژوند ته رنګ او خوند وبښي، وروسته بیا په دې فکر کې کېږې چې څنګه کولای شم تر دې هم لوی لوی کارونه ترسره کړم؟ له دې وړو کارونو څخه په ګټې اخیستنې کولای شې چې لوی کارونه پر وړو برخو و وېشې او هره ورځ یې ترسره کړې چې په پایله کې به دې هماغه لوی کارونه ترسره کړي وي چې ستا غوښتنه وه.