بایډن: د مې تر لومړۍ نېټې به له افغانستان وتل سخت وي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، نیت نه لري چې امریکایي ځواکونه دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

بایډن په سپینې ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د «تکتیکي ستونزو» له پلوه ستونزمنه ده چې د مې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه ځواکونه وایستل شي.

نوموړي وویل په دې هکله د خپلو شریکانو ناټو غړو هیوادونو سره د وتلو په لوژیستکي مسایلو مشورې کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به په بروکسل کې د امریکا د متحدینو سره چې په افغانستان کې ځواکونه لري خبرې کوي تر څو په مصؤنه او منظمه توګه له افغانستانه ووځو.

بایډن همدا راز زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ پروسه هم ژر پیل کیږي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی څرکند شي.

نوموړي وویل چې د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه چې د ټرمپ د ادارې پر وخت شوې، ارزونې هم روانې دي.

په ورته وخت کې جرمني په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور موده وغځوله.

د راپورونو له مخې، د جرمني پارلمان هغه طرحه تایید کړه چې له مخې یې د دغه هېواد سرتیري د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې په افغانستان کې پاتېږي.

جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتیري لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي