
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ سېالۍ له اوږده ځنډه وروسته د تیري پنجشنبې په ماخستن پيل شوې، چي له هغه وروسته د دې لیګ هرې لوبډلې دوې ـ دوې لوبې ترسره کړې.
بارسلونا له اوږده ځنډه وروسته خپله لومړۍ لوبه درې ورځې مخکې د مایورکا لوبډلې په وړاندې ترسره کړه، چې بارسلونا یادې لوبډلې ته ۴ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړه.
خو دوهمه لوبه یې بیا تېره شپه خپل کورني لوبغالې نیوکمپ کې د لګانس فوټبال لوبډلي په وړاندې ترسره کړه، چي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۰ د یادې لوبډلې څخه لوبه وګټله.
د بارسلونا لپاره په پرونۍ لوبه کې انسو پاتي په ۴۲مه او لیونل میسي بیا په ۶۹تمه دقیقه کې پینالټۍ په واسطه ګولوهنه ترسره کړه.
د یادي لوبې لنډیز دې ویډیو کې کتلای شئ:
https://youtu.be/WPkxBK95KlQ