ایرلېنډ د ۳ اړخیزه سیریز کوربه دی.

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه:بهار سمسور
وروسته له هغې چې د ایرلېنډ،سکاټلېنډ او هالېنډ تر منځ په ګډه ترتیب شوی تجارتي ایرو سلم شل اوریز تجارتي لیګ د ځینو ستونزو له وجې لغوه شو،ایرلینډي کریکټ بورډ خبر ورکړ، چې د ایرلېنډ، سکاټلېنډ او هالېنډ تر منځ به دری اړخیز شل اوریز سیریز کې سره ولوبیږي.
دا ټورنمېنټ به د سیپتمبر په ۱۵ پیل شي،چې شپږ لوبې به پکې تر سره شي.

دا دری اړخیز سیریز په داسې مهال ترتیبیږي،چې په اماراتو کې راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د لار موندنې ټورنمېنټ د اکتوبر میاشت کې تر سره شي.
ایرلینډی کریکټ بورډ وایي؛سکاټلېنډ او هالېنډ د دوی لپاره هر وخت چیلېنج دی او دوی یې سخت سیالان دي،غواړي ورسره زیات ولوبیږي.
هالېنډ او سکاټلېنډ په دوهمه درجه کې هغه قوي لوبډلې دي، چې په دې وروستیو کې یې زیمباوبې او امراتو کریکټ لوبډلې په پرله پسې ډول ماتې کړي دي.

ایرلېنډ خپله وروستۍ لوبه په لارډز کریکټ لوبغالي کې له کوربه انګلستانۍ لوبډلې سره د پنځه ورځینۍ ټېسټ لوبه تر سره کړه،خو دې دریو هېوادونو ایرلېنډ،سکاټلېنډ او هالېنډ غوښتل خپل منځي تجارتي شل اوریز لیګ جوړ کړي،خو د اقتصادي ستونزو له وجې لغوه شو.
دا دری اړخیز شل اوریز سیریز به د راتلونکي سیپتمبر میاشتې په ۱۵ تاریخ پیل شي،چې تر ۲۰ تاریخ به دوام پیدا کړي.