د التراساونډ په اړه د امیندوارو میرمنو اندیښنې او د ډاکټرانو ځواب

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: مریم محمدي
تر ډیره باید کوښښ وشي چې د امیندوارۍ په وخت کې مور التراسوند یا هم په عامه اصطلاح تلویزیوني معاینه وکړي.
ځکه چې دا معاینه شته ستونزې د بدن په مختلفو برخو او د غړو په ښودلو کې مرسته کوي.
خو یوشمیر میرمنو دا چې اوریدلي دي په دې معاینه کې شعاع خپریږي او ماشوم ته تاوان لري یا هم ځینې نورې بیا په دې باور دي چې که چیرې مور د امیندوارۍ په وخت کې یاده معاینه وکړي نو ماشوم يې څو اونې وروسته پیدا کیږي، دا او دې ته ورته نورې اندیښنې ورسره وي چې د همدې لپاره ډاکټرانو ته اجازه نه ورکوي څو د التراسونډ معاینه ورته وکړي .خو دا هر څه ناسم دي، دلته موږ په دې په تفصیل قدم په قدم معلومات درکوو:
۱- د الترسوند په اړه اندیښنه
د امیندوارۍ په وخت تر ټولو مهمه خبره د ماشوم حرکت دی چې له دې نه جوته کیږي چې ماشوم ژوندی دی فعالیت لري او کنه؟ د جنین حرکت معمولا له ۱۶ اونۍ نه ورسته پیلیږي. د هلمند ولایت اوسیدونکي سلیمه حامد د اتو میاشتو میندواره ده ډاکټرې ته د دې لپاره راغلې چې ماشوم یې دوه اونۍ کې کیږي حرکت نه لري، په همدې حال کې ډاکټرې ترې غوښتنه وکړه چې باید تلویزیونې معاینه ترسره کړي، خو د هغې خواښې بیا د دې معاینې نه کوو ټینګار کاوه. د سلیمې خواښې وایي:

«شپږ اولادونه لرم یوه کې مې هم تلویوزني معاینه نه ده کړې دا معاینه ماشوم ته تاوان لري داسې نه چې د دې معاینه له امله زما لمسی سوَ شکل او معیوب دنیا ته راشي ما اوریدلي دا ډیر زیانونه لري.»
۲- د التراسوند معایني په اړه ناسم فکر
د امیندوارۍ په جریان کې الټراسوند د مور لپاره یو ښه فرصت دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې د هغې ماشوم څنګه دی؟ آیا هغه پوره اکسیجن لري او مور کومو لارښوونو ته اړتیا لري؟
شاکره بیا هغه مور ده چې لس ورځې مخکې یې مړ ماشوم پیدا شوی، هغه وايي:
«د حمل په وخت کې مې دوه ځلي تلویزیوني معاینه کړې وه ځکه مې ماشوم مړ پیدا شو.»
۳- امیندوارۍ کې ولې التراسونډ ضرور دی؟
په عموما توګه د امیندوارۍ ټولې دورې لپاره ۳ ځل الټراسونډ ترسره کیږي:
په ۱۰-۱۲ اونیو، ۲۰-۲۲ اونیو او ۳۰-۳۲ اونیو کې. د دې هر یو مطالعه د ځینو موخو لپاره اړین ده، چې دا هر یوې جلا بحث ته اړتیا لري.
په مختلفو وختونو کې التراسوند ترسره کول تاسو ته اجازه درکوي چې د ماشوم عادي پرمختګ وڅارئ . د کابل اوسیدونکې سپوږمۍ چې د دریو ماشومانو مور ده، وايي:
«یو کال وړاندې مې یو ماشوم سقط ( زیان) شو کله چې مې په دریمه میاشت کې تلویزیونې معاینه وکړه نو ډاکټرې راته وویل چې ماشوم دې سر نه لري، که چیرې له ۹ میاشتو وروسته دا ماشوم پیدا هم شي، دا ژوندی نه پاتې کیږي یا به ژوندی پیدا هم نشي، ښه ده چې له اوس نه یې سقط کړئ، نو همغه وو چې ماشوم مې سقط کړ او ریښتا هم چې کله ماشوم پیدا شو چې ما ولید نو سره یې نه وو یوازې نور ځان یې جوړ وو.»
۴- التراسونډ په اړه انديښنې ولې ناسمې دي؟
د نسایي – ولادي او د التراسوند برخې متخصصه ملالۍ عروج وايي:
«تلويزيوني معاينات سونډ یا د غږ په واسطه اجرا کیږي او له هیڅ ډول شعاع په دې معاینه کې شتون نه لري. په همدې اساس دا معاینه مور او ماشوم ته کوم زیان نه لري بلکې د حمل په وخت د ماشوم وضعیت په رحم کې معلوموي او مور لپاره هم ګټوره ده.»
هغه زیاتوي بله خبره دا چې تر اوسه پورې، د امیندوارۍ په جریان کې د الټراسونډ کارونې زیان نه دی تایید شوی او هیڅ کوم شواهد شتون نلري. یو روغ ماشوم د زیږیدلو لپاره امیندوارو میرمنو ته ډیره مهمه ده چې التراسونډ شي. د امیندوارۍ په ترڅ کې التراسونډ یو لازمي ډول دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.