د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي توپ وهوونکي ایډمنډ کریسټوپر جوایس (Edmund Christopher Joyce) د نړیوال کرکټ د پرېښودل پرېکړه وکړه او اوسنی وخت یې د خپل کرکټ د کرئیر د پای ته رسولو لپاره غوره وګاڼه.
جوایس د ایرلینډ د کرکټ ملی لوبډلې یو له کلیدي لوبغاړو او ډېر کله یې د ایرلینډ لوبډله تر بریاوو ته رسولې.
نوموړی اوس مهال ۳۹ کاله او ۲۴۴ ورځې عمر لري.
نوموړي وروسته له هغې د خپلې ریټایرډ منټ اعلان وکړ چې د پاکستان په خلاف یې د ایرلینډ هېواد لپاره په تاریخې ټیسټ کې د خپلې لوبډلې په ګټه په دواړو پاڼیو ۴۷ منډې جوړې کړې او په ټسټ لوبو کې یې هم خپل کرئیر ثبت کړ.
کریسټوپر جوایس ویلي چې اوس وخت رسیدلي چې د هر ډول نړیوال کرکټ پريږدي او د خپلې لوبډلي او هېواد لپاره د کرکټ په نورو برخو کې کار وکړي.
ده ویلي هېله لري چې په راتلوونکي کې د توپ وهني د روزونکي او یا په نورو برخو کې خدمت ترسره کړي.
جوایس د خپلې لوبډلې ایرلینډ لپاره ټولې ۷۸ یو ورځنۍ او ۱۸ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ تر سره کړي.
جوایس په کال ۱۹۷۸ کال د سپټمبر په ۲۲ په ډوبلین کې زیږیدلی، د ایرلینډ د کرکټ ملې لوبډلې سربېره یې په انګلینډ کرکټ لوبډله کې هم لوبه کړې.
نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره په مېډل ارډر کې په چپ لاس یې توپ وهنه کوله او په ښې لاس به یې د منځنۍ کچي توپ اچوونه هم کوله.
په ټسټ کرکټ کې یې د خپل هېواد لپاره یوازې یوه سیالي چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستان خلاف تر سره کړه ۴۳ یې لوړې منډې وکړې.
نوموړي د خپل هېواد لپاره ۷۸ یو ورځنۍ سیالیو کې ۲۶۲۲ منډې کړي چې یې ۱۶۰ لوړې منډې دي او په ۱۸ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې یې د خپلې لوبډلې لپاره ۴۰۵ منډې کړي دي چې لوړې یې ۷۸ دي.
نوموړي د خپلې استعفاء اعلان په داسې مهال کوي چې تېره ورځ د سویلي افریقا د کرکټ لوبډلې مخکښ توپ وهونکي ای بي ډيویلیرس هم هر ډول نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، خو مینوالو یې په د ده د استعفاء په تړاوو سخته خواشیني وښوده.