لیکنه : عبدالله عادل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي اوسني او لنډ مهاله روزونکي انډي مولز نن سه شنبه ویلي چي دوی د بنګلدېش خلاف تر یواځنۍ ټسټ لوبي وړاندي پر ځان اضافي پریشر یا تاثیر غورځول نه غواړي کچیري په دغه اوږد کرکټ فارمټ کي ماته خوري دا به د تجربې په توګه له ځان سره واخلي.
بنګلدېش لوبډله به په ظهوراحمد چودري کرکټ لوبغالي کي د افغانستان خلاف یواځنۍ ټسټ لوبه د راتلونکي د پنجشنبې په ورځ پیل کړي.
انډي مولز نن سه شنبه د خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي:
”موږ ښه لوبېدلی سو ځکه لوبغاړو هڅه کړې ده . موږ له بنګلدېش څخه نه ویره نه لرو لیکن احترام ته ورته لرو. موږ پوهېږو چي څنګه ولوبېږو ، هیله لرم چي لوبغاړي د جوړ سوي پلان مطابق ولوبیږي. “
”زه د هیڅ طرف څخه په اندېښنه کي نه یم.موږ اړتیا لرو چي نور په دوامداره توګه ولوبېږو، موږ اړتیا لرو چي توپ اچونه او توپ وهنه دواړه ښه ترسره کړو.موږ اړتیا لرو چي د ډګرساتني پر مهال خپل مورال لوړ کړو ، موږ وړتیا ښودلو ته سخته اړتیا لرو. “
انډي مولز زیاته کړې:
”لیکن که موږ ښه ونه لوبېدو دا به د زده کړي یوه برخه واوسي او موږ باید په ټولو اړخونو کي هڅه وکړو او ډېري ټسټ لوبي ترسره کړو. موږ د بنګلدېش لوبډلي ته کافي احترام لرو. دوی په کور کي ښه لوبیږي ، مګر موږ ددوی خلاف چېلنج ته اماده یو . موږ هيڅ داسي سر غړونه نه کوو چي لوبي ته اسانه فکر وکړو ، لیکن که موږ ښه او پر ځای هڅه وکړو موږ به تر پنځو ورځو وروسته ځانګړي څه ترلاسه کړو. “
مولز د بنګلدېش خلاف دوه ورځنۍ تمریناتي لوبي ته هم اشاره وکړه چي دوی یې ډاډه کړي. که هغه لوبي ته وګورو هلته د افغانستان ورو توپ اچونکي بریالي وه چي په مټ یې افغانستان لوبډلي تر ۲۸۹ منډو جوړولو وروسته کوربه لوبډله په ۱۲۳ منډو کي راټوله کړه ، ظاهر خان پنځه او لوبډلمشر راشدخان درې ویکټي ترلاسه کړې همدا راز افغانستان به د پیلیزو لوبغاړو احسان جنت او ابراهیم ځدران تر پنځوسیزو وروسته د خپلي توپ وهني په اړه هم ډاډه واوسي.
انډی مولز وړاندي ویلي:
”زه ډېره اندېښنه نلرم . موږ د دوو اونیو لپاره په دُبۍ کي وو او اوس دلته ، او موږ پر ټولو اړخونو کار کړی او د تیرو څو اونیو څخه موږ ډېر کار د ورو توپ اچونکو پر لوبولو کړی . موږ خپلو تمریناتو باندي باوري یو او اوس یوازي عملي کول مهم دي او لوبغاړي دا ننګونې ته اماده دي. “
”روزونکې ډلګۍ د لوبغاړو له کړنو څخه راضي ده دا په رښتیا سره سخته ننګونه ده چي د بنګلدېش خلاف په بنګلدېش کي ولوبېږې. که موږ مخکنیو لوبلړیو ته وګورو د نړۍ مخکښو لوبډلو ډېر سخت کار کړی او په دې اړه اندېښنه نلرو چي دا به زموږ د وړتیا ازموینه واوسي لیکن موږ سخت کار کوو . اوس وخت دی چي لوبغاړي څنګه لوبيږي او موږ ورته د ښې لوبي هیله لرو. “
مولز ویلي چي افغانستان ښه پوهېږي چي کوربه لوبډله به په ورو توپ اچونکو پیل ترسره کړي لیکن د نوموړي په وینا چي دی اماده ندئ چي د افغان لوبډلي ورو توپ اچونه د بنګلدېش د ورو توپ اچوني سره پرتله کړي.