انډري رسل يوځل بيا راستون سو!

سپینه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
ويسټ انډيز د سريلانکا په وړاندي شل اووريزو لوبو لپاره ۱۴ کسيزه سکواډ اعلان کړ.
انډري رسل د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام څخه پرنيمه لار بيله کړه چي تر هغه وروسته په ملي لوبډله کي ونه لوبيدی.
د نړيوال جام د ټپونو تر جوړيدو وروسته د بنګلديش په پريمر ليګ کي ولوبيدی.
د ويسټ انډيز کريکټ بورډ له لوري د راتلونکو لوبو لپاره چي د راتلونکي مارچ مياشتي په څلورمه او شپږمه ترسره کيږي په ۱۴ کسيز سکواډ کي د انډري رسل نوم هم اضافه کړل سوی دی.
اوشان توماس چي تيره اونۍ ۲۳ کلن سو د موټر د ټکر له کبله ټپي سوی وو اوس جوړ دی او د کيرن پولارد ترمشرۍ لاندي به يوځل بيا ولوبيږي.
شيمرون هيټماير چي د سريلانکا په وړاندي روانو يو ورځنيو لوبو سکواډ کي د فيټنيس د خرابوالي او يوو يوو ازموينه کي د ناکامۍ له کبله ونه لوبيدی يوځل بيا راستون سو او د بدن د جوړښت معيارونه يې پوره کړي.
د سريلانکا په وړاندي شل اووريزو لوبو لپاره د ويسټ انډيز لوبډله:
کيرن پولارد، شيمرون هيټماير،انډري رسل، اوشان توماس،فبيان الن، ډواين براوو، شی هوپ،برينډن کينګ، نيکولاس پوران، رومن پاول، لينډل سيمونز،هيډن واش او کيسريک ويليامس.
لا تر اوسه سريلانکا د شل اووريزو لوبو لپاره لوبډله نده اعلان کړې.
د ويسټ انډيز او سريلانکا ترمنځ د ۳ يو ورځنيو لوبو څخه تر اوسه يوه لوبه ترسره سوې چي هغه هم سريلانکا په يوه ويکټه وګټله.
دويمه يو ورځنۍ لوبه راتلونکې چهارشنبه او دريمه يو ورځنۍ لوبه راتلونکې اونۍ يکشنبې په ورځ ترسره کيږي.
د دوو شل اووريزو لوبو لړۍ د مارچ مياشتي په څلورمه پيليږي.