
د پاکستان پخواني لوبغاړي انضمام الحق ویلي رېشاب هغه وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، چې د وړتیا څخه برخمن دی او راتلونکي کې کولای شي، چې ډوني او ادم ګېل کرېسټ تر شا پرېږدي.
د هندوستان اوسنی وېکټ ساتونکی توپوهونکی رېشاب پنټ په ۲۰۱۹ کې د نړیوال جام څخه وروسته په ملي لوبډله کې د لوبېدو موقع ورکړل شوه.
د هندوستان ډېری کرکټ مبصرینو د ده په اړه ویلي، چې دی کولای شي، په راتلونکې کې د ډوني ښه ځای ناستی وېکټ ساتونکی او فېنېشر شي.
خو په ۲۰۲۰ کې دومره ښه ونه ځلېد او دا کال ورته دومره له لاسته راوړنو ډک نه و، یوه وجه یې دا هم وه، چې دې کال کې کرونا ویروس په لوبو اغېز وکړ او لوبغاړي ورسره تر ډېره پورې ستونزو سره مخ وو.
خو ۲۰۲۱ کې دا لوبغاړی یو ځل بیا د ځلېدو پر لور روان دی.
پنټ د انګلستان پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۴۰ توپونو ۷۷ منډې وکړې.
د انضمام الحق څرګندونې
د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د کرکټ بورډ پخواني چارواکي انضمام الحق ویلي چې د هندوستان چټک کیڼ لاسی توپوهونکی کولای شي، چې د ښې توپوهونکی په لړ کې ایم ایس ډوني او اډم ګېل کرېسټ تر شا پرېږدي.
د انضمام الحق په خبره « په منځنیو توپوهونکو کې د هندوستان کیڼ لاسی توپوهونکی رېشاب پنټ ښه لوبه کوي، د هندوستان رن رېټ لوړ بیایي، زه هغه د ۶ یا اووه میاشتو څخه تعقیبوم، چې په مختلفو مقامونو لوبې ته راښکته کېږي، خو توپوهنه یې خورا اغېزناکه ده».
د هغه په وېنا په تېرو کلونو کې د هندوستان ایم ایس ډوني او یا هم د اسټرالیا اډم ګېل کرېسټ لوبېدلي، خو پنټ چې کوم شاټونه وهي، هغه بیخي بدل دي.
انضمام څرګندوي، چې د تېرو کلونو په لوبغاړو کې ډوني او اډم ګېل کرېسټ یواځیني وېکټ ساتونکي لوبغاړي وو، چې لوبه یې بدلوله او ډېره پورې یې د لوبډلې لپاره لوبې ګټلې؛ خو اوس د هند لپاره دا رول رېشاب پنټ ادا کولای شي.
نوموړی وایي که چېرته رېشاب پنټ همداسې روان وي نو کولای شي، چې له ډوني او اډم ګېل کرېسټ څخه غوره تمام شي.