امریکا کې دوې خولې او دوې ژبي درلودونکې نجلۍ زېږېدلې!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د امریکايي مجلې BMJ Case Reports د راپور په بنسټ په امریکا متحده ایالاتو کي یوه داسي نجلۍ پيداشوې، چي دوې خولې او دوې ژبي لري.
د یادي مجلې د راپور په بنسټ دوې خولې او د دوو ژبو درلودونکي نجلۍ تر پيدايښت مخکي د مور له ګیډي یې تصویرونو کي ښکارېدله، چي د هغې د خولې سره په زیاته اندازه نوره غوښه شته.
وروسته تر پيدايښت ولیدل شوه، چي نجلۍ دوې خولې او دوې ژبي لري.
EZHgB25UwAEhfEZ امریکا کې دوې خولې او دوې ژبي درلودونکې نجلۍ زېږېدلې!
امریکايي ډاکټران وايي، چي د پيداشوي نجلۍ دوهمه خوله د لومړۍ خولې سره هیڅ تړاو نلري او نه هم په ساه اخیستلو او نه هم په خوراک کي ورته کومه ستونزه جوړیږي.
دوی وايي، چي دا نجلۍ به تر ۶ میاشتو پوري همداسي وي او له هغه وروسته به د جراحي عملیاتو په مټ دوهمه خوله ورڅخه لیري کړي.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.