امریکا پر غریبو هیوادونو د کرونا واکسین نه پلوري!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې، چي د غریبو هیوادونو سره به د کرونا ویروس په مبارزه کي کي هیڅ راز مرسته ونکړي.
افریقايي سفیرانو په په ژنوا کي کي فایننشل ورځپاڼي سره په خبرو کي ویلي، چي امریکا پرېکړه کړې، کله چي کرونا ویروس بازار ته وړاندي شي، نو دوی به یې پر غریبو هیوادونو ونه پلوري.
سفیرانو ویلي، چي دوی ته یو داسي متن په لاس ورغلی، چي په دې اړه پکښي غریبو هیوادونو ته روښانه شرطونه ورکړل شوي.
دوی وايي، چي امریکايي ډیپلوماټان هڅه کوي د دوی ږغ چوپ وساتي، تر څو د هغه متن په وړاندي چوپ پاته شي، چي د غریبو هیوادونه په وړاندي پکښي د واکسین ورکولو شرایط وضع شوي.
امریکا متحده آیالات او هغه هیوادونه لکه انګلستان، سویس او جاپان، چي خورا بډایه دي او د بډایه هیوادونو سره یې اقتصادي راکړي ورکړي دي، نو نه غواړي هغو هیوادونو ته د کرونا واکسین ورکړي، چي غریب دي.
همدې حال کي د Medicines Law & Policy شرکیت مسئول آلن یوت هوون هم وايي، چي شتمن هیوادونه به تر غریبو هیوادونو مخکي د کرونا واکسین جوړ کړي او دا هیوادونه به بیا غریبو هیوادونو ته د واکسین له ورکړي څخه انکار وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.