امریکا د ګوانتانامو زندان د تړلو پریکړه کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت وایي، په کیوبا ټاپو کې د ګوانتانامو زندان تړلو په موخه ارزونې کوي او له قانوني پړاونو وروسته شاید دغه زندان وتړل شي.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې جن ساکي خبریالانو ته ویلي، د ګوانتانامو زندان تړلو په اړه خبرې پیل شوي، په دې برخه کې د بېلا بېلو ادارو نظر پوښتل او قانوني اړخونه اړین دي، نو ښایي یو څه موده وخت ونیسي.

ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د پخواني ولسمشر جورج بوش په امر جوړ شو، چې له هغه وروسته پخوانيو ولسمشرانو  بارک اوباما، ډانلډ ټرمپ او اوس یې بایډن د تړولو خبرې کوي.

د امریکا د ملي امنیت ویاندې املي هورن هم د جمعې په ورځ وویل د ګوانتنامو زندان په هکله له تېر حکومته ورپاتې ځنډېدلی کار یې بیا پیل کړی.

د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې هم ددغه زندان د تړلو ژمنه کړې وه خو د واکمنۍ تر پایه پلې نه شوه.

په ۲۰۰۷ کال کې بارک اوباما د خپلو لومړنیو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ددغه زندان تړل کېده د خپلې کاري اجنډا یوه برخه بللې وه.

په ۲۰۱۶ کې بارک اوباما بیا د ګوانتانامو د تړلو کیسه رامخې ته کړه خو دا یې د واکمنۍ وروستۍ ورځې وې.

اوس چې په دغه زندان کې د زندانیانو شمېر هم لږ شوی او امریکا د افغانستان او منځني ختیځ له جګړو د پښو سپکولو په تکل ښکاري ښايي د بایډن واکمني ددې زندان د تړلو لپاره پرېکنده او پلې کوونکي واکمني شي.

ګونتانامو زندان کې ټول ټال ۷۸۰ زندانیان و، چې له ډلې یې ۹ کسان په یاد زندان کې مړه شوي، ۷۳۱ نور هېوادونو ته انتقال شوي او ۴۰ نور لا هم بندیان دي.

له دې وړاندې د بشر حقونو ادارې هم په ګونتانامو زندان کې د زندانیانو شکنجې په تړاو اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې يې وه، چې هلته بندیان له محکمې پرته ساتل کېږي.

امریکا تل د ګوانتانامو زندانیان د خپل هېواد پر وړاندې ترهګرۍ کې ښکېل خطرناک خلک بلل، او ادعا یې دا وه چې ګواکې نیول شوي کسان د امریکا ملي امنیت ته ګواښ و.

ګوانتامو شاوخوا يوه پېړۍ مخکې امريکا له کيوبا نه په ګرو نيولې وه او دلته جوړه شوې اډه په لومړيو کې د زرګونو ناقانونه کډوالو لپاره، چې له کيوبا او هايتي نه امريکا ته تلل، چمتو شوی وو.

په دې ډول د امريکايي چارواکو په باور ګوانتانامو مناسب ځای و چې په افغانستان کې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په شک نيول شوي کسان ورولېږدوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي