امريکايي سپين سري د ځغاستو نړيوال ريکارډ جوړ کړ!

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
۱۰۳ کلني ښځي د ځغاستو نړيوال ريکارډ جوړ کړ.
تر سل کالو لوړ عمري جوليا لپاره چي د هيريکن په نوم هم پيژندل کيږي، عمر ورته يوازي يو عدد دی.
هيريکن چي په امريکا کي يې د ځغاستو په سياليو کي ګډون وکړ يوځل بيا وکولای سوله چي په ۱۰۳ کلنۍ کي د سرو زرو مډال وګټي.
هيريکن د ۱۰۰ متره په واټن ځغاستي لپاره يوازي په ۴۶ ثانيو کي ځان ورسوی.
julie hawkins 01 ht jef 190619 hpMain 16x9 608 1 امريکايي سپين سري د ځغاستو نړيوال ريکارډ جوړ کړ!
د هيریکن د ريکارډونو لړۍ د تيرو ۲ کلونو څخه پيل پيل سوې.
دې په ۲۰۱۷ز کال کي وکولای سوله پداسي حال کي چي تر سلو کلونو لوړ عمر يې درلودی،په ۴۰ ثانيو کي وکولای سوله چي ځان د ۱۰۰ مترو په واټن هدف ته ځان ورسوي.
ددې د ۲ کلونو عمر په تيريدو سره يوازي ۶ ثانيې توپير راغلی وو چي ځان هدف ته ورسوی.
julie hawkins 03 ht jef امريکايي سپين سري د ځغاستو نړيوال ريکارډ جوړ کړ!
هیريکن وايي زه په خپل باغ کي تل تمرينات کوم او اکثريت وخت په خپل باغ کي مصروفه يمه، زه تر ۵۰ په ډيرو ډولونو درختو کار کوم.
نوموړې وايي زه د خپل روغتيا لپاره ډيري هلي ځلي کوم،ځان روغ ساتم او هيله لرم چي په راتلونکو کلونو کي هم دا ريکارډ د ځان سره وساتم.
20190620 121930 امريکايي سپين سري د ځغاستو نړيوال ريکارډ جوړ کړ!
هيريکن د ۳ اناګانو مور ده.