د هندی سینما پخواني ستوری امتابهـ چن چې لا هم په زیاتو زړونو بادشاهي کوي وایي د بالیوډ له یوه نوي فلمي ستوري متاثره شوی.
امتابهـ چن وایې دی د فلمي نړۍ د ځوان استعداد رنبیر کپور مینوال دی او له هغه زیات متاثره دی.
هندۍ رسنۍ وایي لا هم امتابهـ چن په کروړونو زړونو بادشاهي کوي او نه یوازي په هندوستان بلکي له دغه هېواده بهر هم زیات مینوال لري، خو خپله د نوي استعداد رنبیر کپور مینوال دی.
نوموړي د رنبیر کپور په تړاوو ویلي؛ داسې نه ده چې دی کپور اوس پېژنې بلکې له ډېر پخوا یې د دغه ادا کاري خوښیږي.
امتابهـ بچن وایي چې رنبیر کپور له هغه وخت پېژني چې په (بلیک) فلم کې ورته د کار کولو موقع په لاس ورغله، خو ده خپله استعداد خلکو ته وښود.
بچن زیاتوي که څه هم په هغه وخت کې دغه ځوان فلم ستوري مرکزي رول نه لوباوه، خو د ډایریکټر سنجي لیلا بهنسالي سره د مرستیال ډائریکټر په حیث کار کاوه.
پخوانی فلمي ستوری امتابهـ زیاتوي؛ رنبیر کپور ته خدای له حده زیات قابلیتونه ورکړي او نه یوازې دا چې رنبیر يوه ډېر ښه اداکار دی بلکي یو ډېر ښه انسان هم دی.
بچن وړاندې وایي؛ یاد یې دي کله چې په (بلیک) فلم کې کپور ته د کار کولو موقع ورغله او د ماشومتوب د رول لوبولو لپاره راني مکرجي ده ته روزنه ورکوله، خو نوموړي په دومره هوښیارۍ هغه رول اداکړ چې دی ترې ډېر متاثره شو.
رنبیر کپور او امتابهچن تر اوسه په هېڅ یو فلم کې سره یو ځای کار نه دی کړی، خو ټاکل شوې چې را روان کال به دواړه په یوه فلم (هراهمسترا) کې سره یوځای راښکاره شي.
په دې ورځو کې د رنبیر کپور د نوي فلم (سنجو) ټریلر بازار ته راغلی چې له کرداره یې زیات فلمي ستوري او فلم مینوال متاثره شوي دي.
سنجو د سنجیدت په ژوند جوړېدونکی فلم دی چې مرکزي رول یې رنبیر کپور پر غاړه لري، خو له کله چې د دغه فلم ټریلر لیدل شوی، نو د دغه فلمي ستوري په کرئیر باندي هم تبصري شروع شوي دي.
تېره ورځ سنجي دت هم د ده پر ژوند د جوړ شوي فلم د ټریلر له لېدو وروسته حیرانتیا ښکاره کړې او ویلي ول چې رنبیر کټ مټ د ده په شان رول لوبولی دی.
سنجي دت د فلمونو لارښود راجکمار هیراني باندي غږ کړی چې دده د فلمونو(مونی بهائي) په دریېمه برخه کې یې پر ځای رنبیر کپور وانخلي.