افغان چاینه مین په دویمه سیالۍ کې هم د لوبډلې لپاره مهم رول ولوباوه 

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ظاهر خان چاینه مین د انګلستان د بلاسټ کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو کې په خپلې دویمې لوبه کې هم بهترینه لوبه ترسره کړه، چې پکې یې لوبډله بریا ته هم ورسیده.

 ظاهر خان په لمړۍ سیالۍ کې د لینکا شایر په ګټه د دورحم لوبډلې خلاف په سیالۍ کې۲ لوبغاړي سوځولي و او هم یې په دویمه سیالۍ کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه رول ولوبو.

لینکا شایر د بلاسټ سیالیو کې دویم ځل لپاره د دورحم لوبډلې خلاف په سیالۍ کې مخامخ شوه او په سیالۍ کې یې په لمړۍ توپ وهنې سره د ۱۴۴ منډو هدف دورحم لوبډلې ته وټاکلو.

د لینکا شایر لوبډلې لپاره په سیالۍ کې ایلیکس ډیویس له نورو لوبغاړو څخه زیاتې ۶۴ منډې جوړې کړې.

 دورحم لوبډله هدف ته له رسیدو وړاندې د لوبې په ۱۶ م اور کې په ۸۳ منډو را ایساره شوه او په سیالۍ کې یې د ۶۵ منډو وروسته والي سره ماتې وخوړه.

 افغان لوبغاړي ظاهر خان په سیالۍ کې د ۲،۲ اورنو په ترسره کولو سره د ۸ منډو په ورکړې سره ۲ مقابل لوبغاړي وسوځول، چې په ۲۰ اوریزه کرکټ کې بهترینه اقتصادي توب اچوونه شمیرل کیږي.

په دې سره ظاهر خان په دوه سیالیو کې د دورحم لوبډلې خلاف د خپلو ویکټو شمیر ۴ ته ورسوو او لا هم دغه لوبې دوام لري.

 له دې وړاندې د تیرې سې شنبې په ورځ هم دواړه لوبډلې سره مخامخ شوې وې، خو په هغې لوبه کې دورحم لوبډلې د ۴ منډو په توپیر د لینکا شایر خلاف بریا خپله کړې وه.

 د انګلستان په کورنیو بلاسټ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ظاهر خان وړاندې درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او مجیب ځدران د همپشایر لوبډلې لپاره د لوبیدو په موخه لندن ته تللي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.