افغان کرکټ بورډ په «APL» کې د یو شمیر مشهوره بهرنیو لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل !
د افغانستان کرکټ بورډ لخوا نوي پیلیدونکي «» یا افغان پریمییر لیګ ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه د یو شمیر بهرنیو هغه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل، چې په نړیوال کرکټ کې مشهوره چهرې شمیرل کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ په متحده عربي اماراتو کې د «» لیګ سیالیو لپاره د لوبډلو د نومونو او نښانونو ښودلو په پروګرام کې د مشهوره بهرنیو کرکټرانو نومونه لا د وړاندې څخه په ډاګه کړل.
دغه پروګرام، چې تیر ماښام په متحده عربي اماراتو کې جوړ شوی و، د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایه ریس د رسنیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د افغان پریمیر لیګ سیالیو لپاره له ۴۰۰ څخه زیات شمیر لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده، چې پکې ویسټ انډیزیو لوبغاړو د شپږیزو د پاچا په نوم سره مشهور کریس ګیل، انډریو رسل، نیوزیلنډي برینډن مکلم، اسټرالوي شین واټسن، پاکستاني شاهد خان افریدي، شعیب ملک او نورو مشهوره لوبغاړو نیلامۍ ته د وړاندې کیدو لپاره خپل نومونه راجستر کړي دي، چې ډیر ژر به بولي هم ترسره شي.
د معلوماتو له مخې دغه لیګ سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاسشتې په ۵ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، چې پکې به د کابل، ننګرهار، بلخ، پکتیا او کندهار په نوم ۵ لوبډلې ګډونوالې وي.
لا تر دې مهاله د دغه لوبډلو لپاره ټول پانګه وال هم نه معلوم شوي او یواځې د پکتیا لوبډله د هندۍ ویراک موبایل کمپنۍ او بلخ لوبډله د لیجینډري مین خصوصي شرکت لخوا اخیستل شوې لوبډلې دي.
د افغان کرکټ بورډ د بازار موندنې د برخې مسول لطف الله ستانکزي په خبره په دې اړه ورته ډیرو پانګه والو در خواست کړی دی، چې په څو ورځو کې به د ۳ پاتې لوبډلو فرنچایز هم معلوم شي.
تر دې مهاله افغان کرکټ بورډ د لوبډلو لپاره د لوبډلمشرانو او لوبغاړو د نیلامۍ په اړه لا هیڅ هم نه دي ویلي، چې کله به ترسره شي او ترڅنګ یې د ژوندي خپراوي په اړه هم خاموشي اختیار شوې ده.