افغانستان په روان نړيوال جام کي پنځمه ماته وخوړه.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان په منچسټر ډير جالبه لوبه ترسره سوه.
انګلستان د افغانستان په وړاندي د لوبي پچه وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه.
انګلستان يوه غوره پاړۍ ترسره کړه او افغانستان ته يې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۳۹۸ منډي هدف ورکړ.
وينس ۲۶، بيرسټو ۹۰، روټ ۸۸،معین علي ۳۱ او ايون مورګن ۱۴۸ منډي وکړې چي ۱۷ شپږيزي يې په اننګ کي شاملي وې.
FB IMG 1560883059107 افغانستان په روان نړيوال جام کي پنځمه ماته وخوړه.
د افغانستان لپاره دولت ځدران او ګلبدين نائب درې درې ويکټي ترلاسه کړې خو راشدخان په ۹ اوورونو کي ۱۱۰ منډي ورکړې او هيڅ ويکټه يې ترلاسه نګړه.
همدارنګه محمدنبي په ۹ اووره کي ۷۰ منډي ورکړې او ويکټه يې ترلاسه نکړه.
افغان توپوهونکو د انګلستان د ۳۹۸ منډو هدف په تعقیب وکولای سوله چي په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۲۴۷ منډي وکړې.
FB IMG 1560883137174 افغانستان په روان نړيوال جام کي پنځمه ماته وخوړه.
رحمت شاه ۴۶،هشمت شاهدي ۷۶ او اصغر افغان ۴۴ منډي وکړې.
انګلینډي توپ اچوونکو کي جوفرا ارچر او عادل راشد درې درې ويکټي ترلاسه کړې او مارک ووډ ۲ ويکټي ترلاسه کړې.
انګلستان وکولای سوله چي د ۱۵۰ منډو په توپير افغانستان ته ماته ورکړي.
افغان لوبډلي په روان نړيوال جام کي په لومړي ځل پنځوس اوورونه ولوبوله او انګلینډی لوبډلمشر ایون مورګن د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د افغانستان او انګلستان لوبي ته افغان ولسمشر هم ورغلی وو چي په ډير تشويق سره يې راتګ ولمانځل سو.
FB IMG 1560864102301 افغانستان په روان نړيوال جام کي پنځمه ماته وخوړه.
افغانستان بله لوبه راتلونکې شنبه ورځ د هندوستان سره لري.