د کرکټ اسیايي شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ «ایشیا کپ» یا اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په خپلې لمړۍ لوبه کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې خلاف د بریا په خپلولو سره د روانو سیالیو دویم پړاو ته لار پیدا کړه.
افغان لوبډلې نه یواځې د سریلنکا خلاف سیالۍ کې د بریا په خپلولو خپله ګټه وکړه؛ بلکې خپله سیاله بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډله یې هم تر دویم پړاو ورسوله، خو په همدې سیالۍ کې یې د سریلنکا لوبډلې مخکې تګ ناممکن کړ.
د اسیا جام سیالیو په دریمه لوبه کې نن افغان لوبډله د سریلنکا خلاف په لمړۍ لوبه کې مخامخ وه، چې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۹ منډې جوړې کړې، چې پکې د رحمت شاه زرمتي ۷۲ منډې ګټورې ثابتې شوې.
د لوبې ځوابي پيل کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې د افغان لوبډلې خلاف په لمړیو کې ښه پیل ونکړ، خو نورو لوبغاړو یې د یو څه مقاومت وروسته بیا هم سرلنکا ته بریا ورنکړه او ټول لوبغاړي د ۱۵۸ منډو جوړلو وروسته وسوځیدل، چې د افغان لوبډلې خلاف یې د ۹۱ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.
د اسیا جام پیل شویو لوبو کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبې ترسره کړې، چې په لمړۍ لوبه کې یې د بنګله دیش او دویمه سیالۍ کې یې د افغانستان خلاف ماتې ومنلې، چې په همدې سره په روان جام سیالیو کې د مخکې تګ پر ځای کور ته رخصت شوه.
افغان لوبډله به له دې وروسته په خپلې دویمې سیالۍ کې د بنګله دیش خلاف د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په سیالۍ کې مخامخ شي، چې ګټل یې ګټور دي، خو په بایللو هم د روان جام سیالیو کې د مخکې تګ پر وړاندې هیڅ کوم ډول خنډ نشي واقع کیدای.
د یادونې وړ ده، چې د دې جام سیالیو د سبا ورځ په لوبه کې د لمړي ګروپ څخه هندۍ کرکټ ملي لوبډله د هانګ کانګ سره مخامخ ده، چې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د هند او پاکستان د لوبډلو دویم پړاو ته تګ هم کره کیږي.
د سبا ورځ په سیالۍ هندۍ لوبډله د هانګ کانګ خلاف د بریا په خپلولو سره دویم پړاو کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش سره مخ کیږي، چې د پای لوبې لپاره به دغه لوبډلې یو د بل پر وړاندې بخت ازمايي.