د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې د یو شمیر هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلو ته سر خوږی جوړ شوی دی، چې زیمبابوې او بنګله دیش یې سر کې قرار لري.
افغان لوبډلې په وروستیو ۴ کلونو کې د زیمبابوې خلاف په هیڅ کومې سیالۍ کې بریک ونه نیو او دغه لوبډله یې د مسلسل ماتو سره مخامخ کړه.
د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې وروسته بنګله دیش هم د افغانستان په جال کې ګیر شو او د ۲۰۱۴ م کال د کرکټ اسیايي جام سیالیو کې په لمړي ځل مخ کیدو کې د ماتولو وروسته یې په روان ۲۰۱۸ م کال کې د درې ۲۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې مسلسل د افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه ماتې وخوړې.
د ایرلینډ، زیمبابوې او بنګله دیش وروسته سریلنکا، ویسټ انډیز، پاکستان او نور هغه هېوادونه دي، چې افغان لوبډلې سره په سیالیو کې ګیر شوي دي.
د کرکټ اسیايي شورا لخوا د اسیا جام ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه پیلیږي، چې پکې افغان لوبډله له سریلنکا او بنګله دیش سره په یو ګروپ کې ځای لري.
همدا راز پاکستان له هندوستان او د غوارواي پړاو څخه د راتیریدونکې یوې بلې لوبډلې سره په ګروپ کې شامل دی.
د دواړو ګروپونو څخه به دوه دوه لوبډلې دویم پړاو ته لار پیدا کوي، چې د هند او پاکستان ګروپ څخه اټکل په اسانۍ سره کیدای شي، خو د افغانستان، سریلنکا او بنګله دیش په اړه د وخت څخه وړاندې وړاندوینه کول یو څخه ستونزمن ښکاري.
په دغه جام کې د ګډون کونکو لوبډلو څخه افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او شپږمه لوبډله به د مالیزیا، سینګاپور، هانګ کانګ، نیپال او متحده عربي اماراتو څخه یوه لوبډله د غواراوي پړاو څخه راتیرییږي، چې لا تر دې مهاله نه ده په ډاګه شوې.
د ګروپ هره لوبډله په لمړي پړاو کې د دوه لوبو په ګټلو سره مستقیمآ دویم پړاو ته رسیږي، خو په یوې یوې سیالۍ ګټلو سره به یې پریکړه په رن ریټ سره کیږي.
د دغه سیالیو په لمړۍ لوبه کې سریلنکا د بنګله دیش سره مخامخ ده، چې ګټونکې لوبډله به د افغانستان خلاف په لوړ مورال سره په دویمې سیالۍ کې لوبیږي، خو بایلونکې لوبډله به یې د افغان لوبډلې ماتې ته انتظار وي.
د سیپټمبر میاشتې په ۱۷ مه نیټه به افغانستان په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د سریلنکا سره مخامخ شي او د همدغه میاشتې په ۱۹ مه نیټه به پاکستان د هندوستان خلاف بخت و ازمایي.
د اسیا جام په نوم د کرکټ ۵۰ اوریزه دا سیالۍ، چې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه پیلیږي او د همدغه میاشتې تر ۲۸ مې نیټې پورې به په متحده عربي اماراتو کې دوام ولري.