افغانستان او هند د شاه ‌توت بند جوړولو هوکړه لاسلیک کړه

رنګین تجريدي ډیزاین

ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي نن د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د شاه ‌توت بند د جوړولو پروژه لاسلیک کړه.
کابل ته څېرمه شاه توت بند ۱۴۶ ميليون مکعب متر اوبه زيرمه کولی شي او د کابل نژدې دوه میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابرولی شي.
ویل کېږي چې د دې بند پر جوړولو به ۲۸۶ میلیونه ډالر لګښت راشي او په کمه موده کې به افتتاح شي.
ولسمشر غني یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د افغانستان د اوبو مدیریت پلان یې په بریالۍ توګه پر مخ روان دی.
ولسمشر غني زیاته کړه، د بندونو د جوړولو چارې په عملي ډول یو پر بل پسې روانې دي چې له سلما، کمال خان، شورابک، د کجکي د دویم فاز، شاه او عروس بندونو تر جوړولو وروسته له نېکه مرغه دا وخت هم را ورسېد چې شاه‌ توت بند هم جوړېږي.
په ورته مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی او د یو سوله ییز افغانستان هیله یې څرګنده کړه.
نوموړي وویل: « د شاتوت بند چې نن یې موږ لاسلیکوو، دا به د هند افغانستان د ملګرتیا یوه مضبوطه نښه وي. شاتوت بند به د کابل خلکو ته اوبه برابرې کړي.»
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپلو خبرو پر مهال وویل، هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د اصلي مرستندویانو ډله کې دی او په افغانستان کې یې په بېلابېلو برخو کې پروژې عملي کړي دي.
د افغانستان نژدې ۷۰ سلنه اوبه نورو هېوادونو په تېره بیا پاکستان او ایران ته بهېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني اوبه د خپل هېواد عزت بولي او له کلونو راهیسې یې د مدیریت خبره کوي.
ولسمشر غني په افغانستان کې د شلو بندونو د جوړولو خبره کړې چې پر ځینو یې کار روان دی او ځینې بشپړېږي.
تېره اونۍ افغان چارواکو د نیمروز کمال خان بند کې د اوبو ټولېدو خبره وکړه.
کمال خان بند په هرات کې د سلما بند او په فراه کې د بخش اباد بند تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کې د اوبو یو تر ټولو ستر بند بلل کېږي چې ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایولی شي.
که څه هم ایران وخت ناوخت په افغانستان کې د اوبو د بندونو پر جوړېدو اندېښنه ښيي، خو د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې له دغه هېواد سره د هلمند د سیند د تړون له مخې د اوبو په برخه کې ستونزې نه لري او د قانوني او نړیوالو اصولو له مخې د اوبو د مدیریت حق لري.
افغان چارواکي وايي، پر کجکي او بخش اباد بندونو هم کار روان دی چې بشپړېدل به یې د اوبو مدیریت او د برېښنا په تولید کې ډېر ګټور تمام شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي