لیکنه: ارشاد رغاند
پلازمېنه کابل د تېرې چارشنبې پر ورځ د افغانستان ـ هندوستان د ګډ امنیتي کمېسون د دویمې ناستې کوربه و . د دغو ناستو لړۍ تېر کال د دواړو هېوادونو د ملي امنیت شورا دفترونو په کچه هند ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر له سفر سره پيل شوې.
د دغه سفر په دوام پرون د هند د ملي امنیت سلاکار د مرستیال راجندر کنها په مشرۍ د هغه هېواد یو لوړپوړی امنیتي پلاوی کابل ته راغی او له افغان لوري سره یې په ګډه غونډه کې برخه واخیسته.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د یاد شوي ګډ کمېسون د غونډې هدف په افغانستان او سیمه کې د امنیتي او نظامي حالت څېړنه او د ښه کیدو پر لارو چارو یې بحث او د ګډو هڅو تنظیمول ښودلي دي.
د سرچینې پربنسټ په غونډه کې سیمه ییز امنیتي ګواښونه څېړل شوي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان او هندوستان د همکاریو د پياوړتیا ترڅنګ له دغې مبارزې سره د سیمې په کچه د زیاتو همکاریو پر جلبولو بحث شوی دی.
ویل شوي، چې په دغه ناسته کې هندوستان له افغانستان سره د خپلو نظامي مرستو پر زیاتیدو؛ په ځانګړي ډول د افغان هوایي ځواکونو د تجهیز او پياوړتیا او د افغان ملي ځواکونو د ټپیانو د ښې درملنې لپاره د پوځي روغتونونو د مجهزولو په اړه خبرې کړي دي.
د هند د دغه لوړپوړي امنیتي پلاوي سفر او تعهداتو د افغان ـ هندوستان د ستراتیژیکې ملګرتیا د پياوړتیا لپاره نوې هیله مندۍ رامنځته کړي دي.
دا چې افغانستان ته د دغه لوړپوړي هندي پلاوي سفر او د ګډ امنیتي کمېسون غونډه په اوسنیو شرایطو کې څه ارزښت او نوي پيغامونه لري په دې لیکنه کې به ورته ځغلنده کتنه وکړو.
د ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه
افغانستان او هندوستان سربېره پردې، چې ژور دوستانه او تاریخي روابط لري، له ۲۰۱۱ راهیسې په خپل منځ کې د ستراتیژیکو اړیکو خاوندان هم دي . یو مهال دا دوه هېوادونه سره ګاونډیان وو، خو له کله راهیسې چې د دواړو ترمنځ د پاکستان په نوم یو هېواد د ځمکنیو واقعیتونو خلاف رامنځته او پر سیمې وتپل شو، دغه دوه نیږدې ګاونډیان یې نه یوازې سره جلا کړل؛ بلکې دا نوی هېواد دواړو لوریو ته په یوه نوي سرخوږي او ګواښ بدل شو.
پاکستان له پخوانیو بد نیتیو او بد عملیو ور اخوا اوس هم دواړو هېوادونو ته تر ټولو لوی او بالقوه امنیتي ګواښ دی . یوازې افغانستان او هند نه، تقریباً ټوله نړۍ فریاد کوي چې په سیمه ییزه کچه تر ټولو پياوړې ترهګریزې شبکې پاکستان رامنځته کړي.
پاکستان د دغو شبکو په وسیله تر هرچا ډېر د دغو دوو هېوادونو امنیت، سوله او ثبات ګواښي او نه پریږدي چې ملتونه یې ارام ژوند او دولتونه یې د سیمې مقتدر قوتونه وي.
د دې موخې د تطبیق لپاره پاکستان عملاً د افغانستان او هندوستان په قلمرونو کې خپلې ترهګریزې شبکې فعاله کړي او له ټولو ممکنو لارو څخه د انسانانو د وژلو او سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې سوکالۍ د ننګولو لپاره کار اخلي.
په یوه جمله کې ویلای شوو، چې د پاکستان دغه شیطاني سیاستونه د افغانستان او هندوستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی، ځکه خو دواړه لوري د دغه ګواښ پر وړاندې ګډې مبارزې ته د یوه جدي لومړیتوب په سترګه ګوري.
له ناکافي اقداماتو څخه تر نویو هیله مندیو
د دې لومړیتوب د اهدافو پوره کولو لپاره اړینه ده، چې هندوستان د سیمې د یوه لوی قوت په توګه د افغانستان هر اړخیز لاسنیوی وکړي . د دغه لاسنیوي په برخه کې هندوستان یو شمېر ګامونه اخیستي، خو هغه ګامونه ډېر کافي او قانع کوونکي نه ول.
البته په دې کې ملامتي یوازې د هندوستان نه وه، ځکه په افغانستان کې مخکینی حکومت هم له بده مرغه د دغو همکاریو د زمینه سازۍ او د باور فضا جوړولو لپاره بشپړه وړتیا له ځانه نه وه ښودلې.
زموږ مخکیني حکومت سره له دې، چې په ټوله کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د هندوستان دوستۍ ته برحقه لومړیتوب ورکړی و او حتا لومړنی ستراتیژیک تړون یې له دغه هېواد سره لاسلیک کړ، خو بیا هم نه و بریالی شوی چې بشپړو او لازمو همکاریو ته هند قانع کړي.
له افغانستان سره بشپړو همکاریو ته د هند د مخکیني زړه نازړه توب یو لوی دلیل د افغان حکومت متناقض او نا باوري بهرنی سیاست و . دغه سیاست متاسفانه دومره د اندیښنې وړ و، چې یو ځل خو لا مخکیني ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې پاکستان ته ډاډ ورکړی و، چې که هند یا بل څوک برید پرې وکړي افغانستان به یې دفاع ته ودریږي.
په هرحال؛ مخکیني حکومت که ډېر وخت ضایع کړ، خو اوسني حکومت په تدریجي ډول د هند د ډېرو همکاریو د جلبولو هیله مندي زېږولې ده.
دا هیله مندي له دې سره معلومیږي، چې د همکارۍ د جلب سلسله یې تر افغان هوایي ځواکه رسولې ده.
د اړیکو دا ډول دوام پر امنیتي همکاریو سربېره نورو برخو ته هم د غځیدو هیله زېږوي، چې د افغان ـ هند د ستراتیژیکې اړیکې اړتیا د لا پياوړتیا په حال کې ده . دا وضعیت که لا ښه مدیریت شي د سوکاله افغانستان د هڅو لپاره د پام وړ ګټه لرلای شي !