افغانستان او ایرلنډ نن ۲۰ اوریزه لوبه لري؛ دا لوبه ۱۵۰ هیوادونو کې په تلویزونونو خپریږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف د ۶ لوبو سلسله پیلوي، چې نن په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ سره پیل کیږي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه لوبو سیریزونه پلان شوي دي، چې په ایرلینډ کې ترسره کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف دغه سیالیو ته د لا ښه چمتوالي او تمریناتو په موخه لمړی انګلستان ته تللې وه، خو اوس ایرلینډ ته رسیدلې ده. 

په روان ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان کرکټ بورډ د کوربه توب وروسته ایرلینډ هم د افغان لوبډلې میلمه پالنې ته را مخکې شو او روانه اګسټ میاشت یې د لوبو د ترسره کولو لپاره کره نیټه وټاکله، چې سر له نن څخه پیل کیږي او د همدې میاشتې تر وروستۍ ۳۱ مې نیټې پوره دغه لړۍ دوام وکړي. 

Mix 101 افغانستان او ایرلنډ نن ۲۰ اوریزه لوبه لري؛ دا لوبه ۱۵۰ هیوادونو کې په تلویزونونو خپریږي
افغان لوبغاړي د چمتوالي پرمهال

د مهالویش له مخې د ۶ لوبو دغه سلسله به نن شپه په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ سره پیل شي، چې په ژوندۍ بڼه به هم وښودل شي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه لوبه به د ایرلینډ ترڅنګ د اسټرالیا، نیوزیلنډ او انګلستان تلویزیوني شبکو لخوا په ۱۵۰ هېوادونو کې نشر شي.

د دغه کرکټ بورډ د خبر پاڼې له مخې تر دې مهاله یې په افغانستان کې د کوم تلویزیون سره قرار داد نه دی لاسلیک کړی، خو نن یې معلومات وشي. 

دا چې د یو هېواد کوربه توب پورې د لوبې ژوندی بهیر اړه لري، نو ځکه تر دې مهاله افغان کرکټ بورډ هم چپه خوله دی.

د یادونې وړ ده، چې د لمړۍ۲۰ اوریزه سیالۍ وروسته به د اګسټ میاشتې په ۲۲ مه نیټه دویمه او په ۲۴ مه نیټه وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه سیالي ترسره شي.

همدا راز د درې ۵۰ اوریزه سیالیو لمړۍ لوبه به د اګسټ میاشتې په ۲۷ مه، دویمه په ۲۹ مه او وروستۍ لوبه به د همدغه میاشتې په ۳۱ مې نیټې سره ترسره شي.

About ياران ټیم 3435 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.