په فلمونو کې عمران هاشمي د خپل رولونو له کبله یو داسې کرکټر ښکاري چې له ښځو سره عیاشي کوي، بې پروا او له مستۍ ډکو محفلونو کې وخت تیروي . خو په ريښتیني ژوند کې عمران هاشمي تر خپلو فلمي کرکټرونو ډیر مختلف دی.
راځئ چې د هندي سینما ددې اکټر د شخصي ژوند څو ګوښو ته تم شو.
1- عمران خپل نوم فرحان هاشمي ته بدل کړی و، خو وروسته پرې بیرته پښیمانه شو او د عمران هاشمي په نوم یې فلمونو کې کار کولو ته دوام ورکړ.
2- په ريښتيني ژوند کې عمران هاشمي تر هغې ډیر بدل دی چې په فلمونو کې څرګندیږي. نوموړی په ریښتیني ژوند کې ډیر وخت له خپلې کورنۍ سره تیروي او د بالیوډ د نورو اکټرانو غوندې په محفلونو او د ساعتیریو په بنډرانو کې نه ښکاري.
3- عمران هاشمي د ” راز “ فلم مرستیال ډایرکټر و. په دې فلم کې بې پاشا باسو او دیو موریا لوبیدلې وو. د همدې سلسلې په دوو وروستیو فلمو کې عمران هاشمي راڅرګند شو.
4- وروسته له هغې چې د عمران هاشمي مور د سرطان په ناروغۍ اخته تشخیص شوه نوموړی یې ډیر وځوراوه، خو څو میاشتې نه وې تیرې شوې چې ډاکترانو وروته وویل څلور کلن زوی یې ( عیان) په پښتورګي سرطاني تومور لري. عمران هاشمي د خپل څلور کلن زوی په دې درملنه کې په هند او کاناډا کې روغتون پر روغتون وګرځیده. نوموړې خپل ټول فلمي کارونه په ټپه ودرول او تر هغې یې د یو پیاوړي پلار په توګه منډې ترړې ووهلې څو ډاکترانو ورته وویل چې زوی له له سرطاني تومور رغیدلی دی.
5- د عمران هاشمي زوی په ممبيي کې پر درملنې سربیره شپږ میاشتې کاناډا کې تر درملنې لاندې و. نوموړې ددې لپاره چې خپل زوی ته ډاډ ورکړي هغه ته به یې ټیلفون کاوه او ځان به ورته د کارتوني فلمونو اتل ( بټ مین ) معرفي کاوه او خپل زوی ته به یې ویل: ددې لپاره چې سوپر هیرو شي باید څنګه خپلې دواګانې پر وخت وخوري او ښه خواړه وخوري.
6- د “The Kiss Of Life” یا ( د ژوند مچو) په نوم د خپل کتاب د مخکتنې په غونډه کې له عمران هاشمي پوښتنه وشوه چې میرمن یې د هغو مچوګانو په اړه چې فلمونو کې یې له فلمي نجونو اخیستي څه غبرګون ښيي؟ عمران هاشمي وویل” اوس هغه هغاسې د پخوا په شان پاخه ګوزارونه راباندې نه کوي لکه پخوا چې به یې پر خپل بکس وهل کول، اوس مې یوازې په لاس وهي. نو د کلونو په تیریدو هغه له دې کیسې سره یو څه ښه شوې ده.“
7- د عمران هاشمي حقیقي انۍ ۲۵ کاله مخکې د سنجي دت په ( نام) فلم کې د هغه د انۍ رول لوبولی و، هغې یوه پخوانۍ اکټره ده چې تر اتیا زیاتو فلمونو کې یې رول لوبولی دی. د نوموړې وروستې رول له اجي دیوګن سره د ( پهول اور کانټي) فلم کې و.
8- د عمران هاشمي ( اواره فن ) له لومړنیو هندي فلمونو څخه و چې په پاکستان کې پر سینما د خپریدو اجازه ورکړل شوه.