د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اضغر ستانکزی وايي، که په هندۍ لوبډله کې لوبډلمشر ویرات کوهلي شتون نلري، نو افغان لوبډلې ته کومه ځانګړې خبره نه ده.
اضغر ستانکزي د کرکټ «اي اس پي این کرک انفو» پاڼې سره په خبرو کې ویلي، دوي ته د هندوستان هر لوبغاړی د ویرات کوهلي څخه کم نه ښکاري او هر لوبغاړی یې د ویرات کوهلي په څیر دی.
نوموړي ویلي، یو لوبغاړی نشي کولی، چې ټوله لوبډله مخکې روانه وساتي؛ بلکې د لوبډلې ۱۱ لوبغاړي د لوبډلې د کامیابۍ راز وي.
اضغر ستانکزي د هندوستان خلاف کیدونکې سیالۍ ته د خپلې لوبډلې په اړه ویلي، که د انټر کانټینیټل سیالیو تیر درې پړاونو ته وکتل شي، نو دوه ځل یې افغانستان ګټونکی شوی دی او هغې ته په کتو سره افغان لوبډله د شل اوریزه پنځوسر اوریزه سیالیو ترڅنګ د څلور ورځینیو او ۵ ورځینیو لوبو لپاره هم بهترینه لوبډله ده.
افغان کرکټ ملي لوبډله د ټیسټ کرکټ سیالیو پیل د هندۍ لوبډلې خلاف په لمړنۍ تاریخي ټیسټ لوبې سره سبا د هندوستان په بنګلور کې کوي، چې ورته بې شمیره خلک په تمه دي.
که څه هم هندۍ لوبډله په ټیسټ کرکټ سیالیو کې یوه پیاوړې لوبډله شمیرل کیږي او د لوبې ګټل ترې اسان کار نه دی؛ خو بل خوا په وروستیو کې د افغان لوبډلې جادوګرو سپینرانو راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي عیسی خیل په خپل بالینګ د اوسني کرکټ هر ډول لوبډله ناهیلي کړې ده.
افغان لوبډله به په داسې حال کې د هندۍ لوبډلې خلاف د تاریخي ټیسټ سیالۍ ترسره کوي، چې په روانه اونۍ کې بنګله دیشۍ لوبډلې د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې ۳ د ۰ توپیر سره ماتې ورکړې او په لړۍ کې یې مسلسل بریاوې خپلې کړې.