اسټرالیا ۳۴ کلن بد ریکارډ تازه کړ 

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د مسلسل ماتو وروسته د کرکټ په تاریخ کې پخوانی ۳۴ کلن ریکار‌ډ بیا را تازه کړ.

له انګلستان په لوبه کې پرې دا ریکارډ تازه شو، انګلستان پرې په پنځوس اوریزه لوبه کې ۴۸۱ منډې وکړې، چې په نړیواله کچه یو ریکارډ ثبت شو.

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله په وروستیو کې د یو شمیر ستونزو سره مخ ده، چې پکې د لوبډلې په کار کردګۍ هم بد تاثیر شوی دی.

اسټرالیاوۍ لوبډلې په وروستیو کې لمړی خپل دوه لوبغاړي لوبډلمشر سټیو سمیت او مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر د جنوبي افریقا خلاف ټیسټ سیالۍ کې د بال سولونې د درغلۍ له کبله د لاسه ورکړل او ورپسې یې لوبډله د مسلسل ماتو سره مخ شوې ده.

97095943 aus cricket اسټرالیا ۳۴ کلن بد ریکارډ تازه کړ 

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۵۰ اوریزه سیالیو وروستۍ درجه بندي اعلان شوه، چې پکې اسټرالوۍ لوبډله د پاکستان وروسته شپږم مقام ته ګوزار شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې کې انګلستان لمړی، هندوستان دویم، جنوبي افریق دریم، نیوزیلینډ څلورم، پاکستان پنځم، اسټرالیا شپږم، بنګله دیش اووم، سریلانکا اتم، ویسټ انډیز نهم او افغانستان لسم مقام خپل کړی دی.

cricket rsa aus t20 0703224c 3884 11e7 9993 2f2d999294f7 اسټرالیا ۳۴ کلن بد ریکارډ تازه کړ 

 اسټرالیاوۍ لوبډلې په وروستیو ۱۴ لوبو کې کې ۱۲ بایللې دي، چې ورته اوس په نړیواله درجه بندۍ کې سخته تمامه شوه او د شپږم مقام په خپلولو سره یې پخوانی ۳۴ کلن ریکارد را تازه کړ.

 اسټرلیاوۍ کرکټ ملي لوبډله په کرکټ کې یو د راج کوونکو لوبډلو څخه شمیرل کیږي، خو په وروستیو کې د ریکي پونټینګ، مایکل کلارک، شین واټسن، شان ټایټ په څیر لوبغاړو د تقاعد کیدو او نورو پیاړو لوبغاړو په نشتون کې د ستونزو سره مخ ده.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.