اسټرالیالوي لوبډلمشر بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په زیمبابوې کې د اسټرالیا، پاکستان او کوربه زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو ۳ اړخیز سیریز کې اسټرالوي لوبډلمشر ایرون فینچ په یو اننګز کې د لوړو منډو جوړولو ریکارډ ثبت کړ.

اسټرالوۍ لوبډله د کوربه زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې دواړه اپنرانو کپتان ایرون فینچ او ډارسي شارټ لمړی د ۲۲۳ منډو ملګرتیا د کرکټ ریکارډونو په سر کې ثبت کړه.

همدا راز په دې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې اسټرالوي لوبډلمشر په ۷۶ بالونو د ۱۰ شپږیزو او ۱۶ څلوریزو پر مټ ۱۷۲ منډې جوړې کړې، چې تر دې وړاندې په نړیوال کرکټ کې دومره لوړې منډې د کوم توپ وهونکي لخوا نه وې جوړې شوې.

Aaron Finch World Record Twitter CricketAus اسټرالیالوي لوبډلمشر بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ
فینچ نړیوال ریکارډ جوړ کړ

له دې وړاندې هم نوموړي په ۲۰۱۳ م کال کې د انګلستان خلاف ۲۰ اوریزه سیالۍ په یو اننګز کې ۱۵۶ لوړې منډې جوړې کړې وې، چې تر اوسه یې لمړی مقام درلود.

په سیالۍ کې اسټرالوۍ لوبډلې زیمبابوې ته د دوه لوبغاړو په سوځیدو د ۲۳۰ منډو هدف ورکړ او هم یې د نیوزیلینډو اوپنرانو برینډن مکلم او مارټین ګوپټیل د ۱۷۱ منډو ملګرتیا څخه وړاندې والی خپل کړ.

4989 Wickets اسټرالیالوي لوبډلمشر بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ
له دې وړاندې استرالیا پاکستان ته هم ماته ورکړې وه

د یادونې وړ ده، چې به وروستیو څو ورځو کې د اسټرالوۍ لوبډلې بدترینه سفر د انګلستان خلاف پای ته ورسید، چې پکې انګلستان اسټرالیا ته د ۶ لوبو په لړۍ کې په مسلسل ډول سره ماتې ورکړې، خو د زیمبابوې په کوربه توب ۳ اړخیز سیریز ته یې ارادې بدلې ښکاري، ځکه چې وړمه ورځ یې لمړی پاکستان او د پرون ورځ په سیالۍ کې کوربه زیمبابوې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر سره ماته ورکړه.

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.