ازبکستان په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پانګونې ژمنه وکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سردار اوکتاموېچ اموروزاکوف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د شپې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.
سرچینه زیاتوي: « دواړه لورو د مزارشریف – کابل – پیښور د ریل پټلۍ پروژې په پلي کیدو باندې خبرې وکړې او د دې پروژې بشپړیدل د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د سیمه ایزې اړیکو په پراخولو کې خورا مهم وبللې.»
په خبرپاڼه کې راغلي، ازبکستاني لوري ویلي چې دوی د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي نو له همدې امله له افغان سولې سره پوره همکارۍ ته تیار دي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې حنیف اتمر ازبکستان د افغانستان ښه ملګری یاد کړی او له دغه هېواد یې غوښتي چې د افغانستان په بنسټیزو پروژو پانګونه وکړي.
ازبکستاني لوري هم ویلي چې دوی په افغانستان کې پر مهمو او بنسټیزو پروژو پانګونې ته تیار دي.
د یادونې وړ ده چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د یوه پلاوي په ملتیا د ازبکستاني چارواکو سره د د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه تاشکند ته تللي دی او هلته یې له یو شمېر ازبکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په تاشکند کې یې له ازبکستاني چارواکو سره د رېل پټلۍ پر غځولو او له مرکزي اسیا سره د پاکستان د سوداګریزو اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
پاکستان ویلي چې د ازبکستان په مرسته غواړي ددغه هېواد له لوري تر مزار شریف ښار پورې جوړه شوې رېل پټلۍ د افغانستان له لارې له پېښور سره وصل شي.
پاکستاني لوري ویلي چې ازبکستان په دې اړه ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
ازبکستاني چارواکو دا مسئله له افغان لوري سره هم مطرح کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د رېل پټلۍ دغه درې اړخیزه پروژه به په ګډه ارزول کېږي او د جوړولو لپاره به یې کار پيلېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي