سمیع الله درانی
د نړۍ د سترو لیګونو په منځ د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ له خورا خوند او ارزښت څخه برخمن لیګ دی.
۲۰۲۰ م کال کې د دغه سوداګریز لیګ دیارلسم پړاو ترسره کېږي، د ویکي پېډیا وېب پاڼې او د هندوستان ځېنو ورزشي وېب پاڼو لیکلي، چې راتلونکی کال به په دغه لیګ کې د نورو پړاوونو پر خلاف د اته لوبډلو پرځای لس لوبډلې ولوبېږي.
دا لیګ تېر کې ۱۲ پړاوونه ترسره شوی دی، چې ۴ ځلې ممبيي انډیئنز، درې ځلې چینای سوپرکېنګز، یو ځل سن رایزرز حېدراباد، دوه ځلې کلکته نایټ رایډرز، یو ځل دیکان چارجز او یو ځل بیا راجستان ګټلی دی.
۲۰۲۰ کال کې به دغه لس لوبډلې د آې پي ایل برخه وي
ممبيي انډیئنز، چینای سوپرکېنګز، کلکته نایټ رایډرز، رویال چلېنجرز بنګلور، سن رایزرز حېدراباد، کېنګز ایلیون پنجاب، راجستان رویالز، ډیلي کپېټلز، پونه یا احمداباد او رنچي یا کوچي.
۲۰۲۰ کال کې پکې پونه او رنچي لوبډلې اضافه کېږي.
دیارلسم پړاو آې پي ایل د مارچ په ۲۷ مه نېټه د لس لوبډلو په ګډون پېلېږي، ۴۹ ورځې دوام کوي او ټولې پکې ۶۲ لوبې کېږي.
د آې پي ایل سیالۍ به په لسو لوبغالو ترسره شي، چې د چېنا سوامی، فېروز شاه کوټله، راجیف ګاندي، اېنډور هولکر، ساوی منسېنګ، ایډن ګارډنز، ایس بېنډرا، وانکېډی، ماراشترا او چېډم برم څخه عبارت دي.
د دې لوبو پرانېستنه د مارچ په ۲۷ مه نېټه د ممبيي انډیئنز او چېنا سوپرکېنګز لوبډلو په لومړۍ لوبه کېږي او لوبه به په ځایي وخت ۸ بجې پیل شي.
د دې سیالیو پایلوبه به د می په ۱۶ مه نېټه په ممبيي ښارکې ترسره شي.