سمیع الله درانی
هغه متل دی چې وایي مار خوړلی له پړي هم وېرېږي، نو سریلانکایي لوبغاړي هم پاکستان ته له تګ څخه بشپړه وېره لري.
د سریلانکا لسو مشهورو لوبغاړو پرېکړه کړې، چې پاکستان ته د لوبلړیو لپاره نه ځي او هغه هېواد کې د امنیتي وېرې له امله لوبې نه کوي.
لسېت ملېنګا، انجیلیو متیوز، دېنېش چنډېمل، سورنګا لکمل، دېموت کرونرټنی، تېسارا پرېرا، اکېلا دننجایا، دننجایا ډیسیلوا، کوسال پرېرا او نورېشن ډېکوېلا هغه ټاپ او باتجربه لوبغاړي دي، چې پاکستان ته یې له تګ کولو ډډه کړې ده.
اوس سریلانکا غواړي چې د لهیرو تېرمانا او ډسېن شانکه تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبډلې ولېږي.
دا چې د سریلانکا اکثره لوبغاړو پاکستان ته له تګ ډډه کړې؛ نو دغه لوبغاړي وخت نا وخت د پاکستاني پخوانیو لوبغاړو او رسمي کرکټ چارواکو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.
سریلانکایي مشهور لوبغاړي په داسې حال کې پاکستان ته له تګ ډډه کوي، چې پاکستان هڅې پیل کړي، ترڅو نړیوال کرکټ بېرته دې هېواد ته راوړي.
د ۲۰۰۹ م کال په مارچ میاشت کې لاهورکې د سریلانکایي لوبغاړو په بس موټر ناڅرګندو وسله والو بریدونه وکړل، چې شپږ لوبغاړي پکې ټپيان شول.
اوس سریلانکا وېره لري، دوی فکر کوي، چې هسې نه د ۲۰۰۹ کال پېښه بیا تکرار شي.
له دې وړاندې ډېری پخوانیو پاکستاني لوبغاړو د سریلانکايي لوبغاړو بایکاټ غندلی و؛ خو تازه د دوشنبې په ورځ د پاکستان بل پخواني لوبغاړي جاوېد مېنداد هم د سریلانکایي لوبغاړو د نه تګ پرېکړه غندلې او هغه یې پاکستان ته یوه ستره ضربه بللې ده.
تر جاوېد مېنداد مخکې شعیب اختر او رمیز راجا هم پر سریلانکا انتقاد کړی و او اوس جاوید مېنداد ویلي چې «د یوې پیاوړې لوبډلې پر وړاندې باید پیاوړي لوبغاړي وجود ولري او سریلانکا باید اوس د دې لوبو جرمانه ورکړي».
تر دې وړاندې د پاکستاني کرکټ مشر احسان ماني هم ویلي دي، چې د سریلانکایي لوبډلې لپاره ټول امکانات برابر دي او امنیت هم ښه دی.
پاکستان او سریلانکا غواړي چې د سپټمبر په ۲۷ مه نېټه په لاهور او کراچۍ ښارونوکې لوبلړۍ پیل کړي.
بل پلو د کرکټ نړیوالې شورا هم ویلي، تر څو چې د کرکټ نړیواله شورا د ښآرونو امنیت درست ونه ګوري تر هغې به سریلانکایي لوبډله پاکستان ته نه ځي.