بنګلور خپلي هيلي ژوندۍ ساتلي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ ۴۲مه لوبه د رویال چلنجر بنګلور او کينګز ايليون پنجاب لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبي پچه پنجاب وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.
د بنګلور توپوهونکو په پوره ۲۰ اوورونو کي پنجاب ته ۲۰۳منډي لوړ هدف ورکړ.
FB IMG 1556167085018 1 بنګلور خپلي هيلي ژوندۍ ساتلي!
د بنګلور لپاره پرتيو پټيل ۴۳ او کهولي ۱۳ منډي وکړلې.
که څه هم معین علي په ۴ او اکشډيپ په ۳ منډو وسوځيدل،خو سټونيس او اې بي ډيولرز قوي ملګرتیا جوړه کړه.
د ۳۶۰ درجو توپوهونکي يوځل بيا د لوبغالي په څلور طرفونو کي غټي شپږيزي ووهلې او په ۴۴ توپونو يې ۸۲ منډي وکړلې.
FB IMG 1556167079663 بنګلور خپلي هيلي ژوندۍ ساتلي!
سټونيس هم په ۳۴ توپونو ۴۶ منډي وکړلې.
د پنجاب توپ اچوونکو چي يوځل بيا يې مجیب الرحمن نه وو لوبولی،اشوين،محمدشمي،مورګن،او ويلجن څلور واړو توپ اچوونکو يوه يوه وکيټ ترلاسه کړه.
FB IMG 1556167088174 بنګلور خپلي هيلي ژوندۍ ساتلي!
بنګلور لوبډله وتوانيدله چي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو پنجاب ته ۲۰۳منډي هدف ورکړي.
د پنجاب لپاره يوه توپوهونکي هم دومره منډي ونکړلې چي د لوبي زمه واري په غاړه واخلي.
پيلوونکو لوبغاړو راهول ۴۲ او ګيل ۲۳ منډي وکړې.
اګروال ۳۵، ميلر ۲۴ او پوران ۴۶ منډي وکړلې .
FB IMG 1556166972708 بنګلور خپلي هيلي ژوندۍ ساتلي!
پنجاب لوبډله په ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو يوازي د ۱۸۵ منډو په جوړولو وتوانيدله.
بنګلور که څه هم سټاين د ځان سره نه وو اخيستی خو اوميش یاداو ۳، سايني ۲، سټونيس اوچاهال يوه يوه وکيټه ترلاسه کړه.
رويال چلنجرز بنګلور لوبه د ۱۷ منډو په توپير وګټله.
FB IMG 1556166880881 بنګلور خپلي هيلي ژوندۍ ساتلي!
اې بي ډيولرز په ۴۴ توپونو د ۸۲ منډو په کولو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.
بنګلور په ۱۱ لوبو کي ۴ لوبي ګټلي او په لومړي ځل د وروستي مقام څخه لوړ سوه او اووم ځای يې ونيوی.
پنجاب بيا په ۱۱ لوبو کي ۵ لوبي ګټلي او پنځم ځای کي قرار لري.