ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان او نيوزلينډ ترمنځ دريمه شل اووريزه لوبه د نيوزلینډ په بريا پایته ورسيده.
پداسي حال کي چي په وروستيو ۰۵.۰۲ اوورنو کي انګلستان ۸ ويکټو باندي ۴۲ منډو ته اړتيا درلوده ويې نسول کولای هدف ته ځان ورسوي او لوبه يې د ۱۴ منډو په توپير بايلوله.
نيوزلينډ د لوبي پچه وګټله او توپوهنه یې انتخاب کړه.
د نيوزلينډ توپوهونکي وتوانيده چي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۸۱ منډي هدف وټاکي.
مارټین ګوپټيل ۳۳، نيشم ۲۰ او ګرنډهوم ۵۵ منډي وکړې.
د انګلستان لپاره ټام کرن ۲، همدارنګه سام کرن،پارکینسن،براون او ثاقب محمود يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
که څه هم انګلستان د ۱۸۱ منډو هدف د پوره کولو لپاره تيز پيل وکړ خو په وروستيو کي تناو ترې سست سو.
د انګلستان لپاره بانټن ۱۸،ډيويډملان ۵۴،وينس ۴۹ او مورګن ۱۸ منډي وکړې،او په پوره ۲۰ اوورونو کي يې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۶ منډي وکړې.
د نيوزلينډ لپاره ټيکنر او فرګیسن دوې دوې همدارنګه صودي او سانټنر يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
په وروستيو ۱۸ توپونو کي د ۱۰ منډو په کولو سره انګلستان ۵ ويکټي له لاسه ورکړې او لوبه نيوزلينډ د ۱۴ منډو په توپير وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه کولين ډي ګرانډهوم وګټله.
د ۵ شل اووريزو لوبو د سيريز لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه، ورپسې ۲ لوبي نيوزلینډ وګټلې او وروستۍ ۲ لوبي لاهم پاته دي چي يوه يې دجمعې په سهار ده.