د زردشت ۲۲ پندونه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه

زردشت ۳۷۰۰ کاله وړاندې دا پندونه موږ ته زده او يادګار پرې ايښي دي.
۱ – هغه څه چې تېر شوي، هېر کړئ او هغه څه چې لا پېښ شوي نه دي، اندېښنه مه کوئ.
۲ – له ځواب ورکولو وړاندې فکر وکړئ.
۳ – هېڅوک مه مسخره کوئ.
۴ – په حقه او ناحقه، دواړو قسم مه خورئ.
۵ – ځانته په خپله خوښه مېرمن/ خاوند وټاکئ.
۶ – د چا په تاوان او خفګان مه خوشحالېږئ.
۷ – تر کومه چې مو وس رسېږي، له خپلې شتمنۍ نورو ته ورکړئ.
۸ – چا ته دوکه مه ورکوئ، چې درد ونه وینئ.
۹ – له هر چا او هر څه څخه ډاډه مه اوسئ.
۱۰ – ښه امر وکړئ چې ښه ګټه واخلئ.
۱۱ – بې ګناه اوسئ چې وېره ونه لرئ.
۱۲ – مننندوی اوسئ چې د نېکۍ وړ وګرځئ.
۱۳ – د خلکو سره یو مخي اوسئ چې مخکښ او مشهور شئ.
۱۴ – رښتیني اوسئ چې پایداره اوسئ.
۱۵ – خاکساره اوسئ چې زیات ملګري ولرئ.
۱۶ – زیات ملګري ولرئ چې وپېژندل شئ.
۱۷ – نېک او ښه اوسئ چې ژوند په نېکۍ تېر کړئ.
۱۸ – هېڅکله تریو او بد خویه مه اوسئ.
۱۹ – د خپل وجدان مطابق چلند وکړئ چې بریالي شئ.
۲۰ – ځوانمرده اوسئ چې لوړ شئ.
۲۱ – ارواه مو په غوسې او کینې مه ککړوئ.
۲۲ – په دین او مذهب کی افراط مه کوئ، تر څو رښتیني شئ.