ادبیات

ناسم ویل شوي سروکي

لیکنه: ماهر احسانزی سروکي د لنډیو په څېر د ولسي ادب ښکلې برخه ده، چې د ښکلا معیار ته یې د لنډیو په عینکو کتل په کار دي، خو چې لیکلي نه، ګړني ادب پورې اړه لري، نه يې ښکلا اندازه شوه او نه یې تر اخره لومړنۍ بڼې پاتې شوې.. ډېر شمېر سروکي که په لومړنۍ بڼې را پاتې ندي خو دوهمه یا نوې بڼه یې هم کومه معنوي ستونزه لري لکه : پاس په تېرا مې اړوینه یار مې ننګراری * دی مورې ما درنه وړینه دا څو […]

ادبیات

پټ استعداد مو وغوړوﺉ؟

انتوني برجس څلوېښت کلن و، چې روغتیاپالانو ورته وویل یو کال نور ژوند کوي، ځکه په خپل مغز کې تومور لري. هغه له ځان څخه زیات خپلې مېرمنې ته اندېښمن و، چې وروسته له ده ورته هېڅ نه پاتې کېږي. انتوني وړاندې تر دې تکړه لیکوال نه و، خو په باطن کې یې داستان لیکلو ته لېوالتیا لرله او پوهېده چې بالقوه وړتیا په وجود کې لري. نو له همدې امله یې خپلې مېرمنې ته د کتابونو د چاپ د حق الامتیاز په خاطر په لیکلو پيل وکړ. نوموړی لا […]

ادبیات

د چرسي زوی!

لیکنه: عبدالوهاب مومند ما غوښتل یوازې په دې ناول باندې سرسري کتنه وکړم، وخت راسره کم و، د یو پراګراف لوست څخه وروسته په دې ناول کې تلوسه دومره زیاته وه چې ځان ته مې ددې اجازه ور نه کړه چې خپل نورو کارونه ته ورسېږم، همدا اندېښنه راسره وه چې وروسته به څه کېږي؟! د ناول همدا خوندوره تلوسه او خواږه کلیوالي الفاظ و، چې په کم وخت کې مې د یاد ناول داستان له لوسته دقیق تېر کړ. دا ناول تکړه داستان لیکونکي (نعمت الله رحیمي) لیکلی دی، […]

ادبیات

د زمزمه غزل د شعر مقام

محمود دلګیر شعر خپله یو مقام دی، خو زموږ مطلب دلته د شعر له مقام څخه د شاعر/ شاعرې شعر له خامۍ څخه راوتل او د پوخ والي څومره والی دی. موږ دلته د یوې ښځینه شاعرې په شاعرۍ غږیږو. دا خبره به ډېره سولېدلې شي چې زموږ په ټولنه کې د ښځینه شاعرې په محرومیتونو او بندیزونو خبرې وکړو او بیا یې په همدغه تله شاعري وتلو، دا سمه خبره ده چې ټولنه، ماحول د شاعر په ذهن ډېر اغیز کوي، خو بیا هم د شاعر لپاره خپل ریاضت […]

ادبیات

۱۰مه برخه؛ « یو څوک باید ولرې»

 يو څوک باید ولرې؛ چې باور پرې وکړای شئ، کله چې مو پښې سُستې شي، لاس درکړي. کله چې وپرځېږﺉ بېرته مو راپورته کړي. کله چې حوصله وبایلې، روحیه مو شي. هره خوښۍ کې مو تر څنګ وي، درسره ویې نمانځي او درد ته مو یوازې پرېنږدي. که خدای مه کړه، داسې څوک مو ونه موند، نو هڅه وکړئ چې تاسې د چا لپاره یو داسې څوک شئ! ښایي تاسې د چا په قسمت کې د هغه/هغې د ژوند د ژغورلو او نېکمرغۍ پرښته لیکل شوې اوسئ. یو څوک باید […]

ادبیات

غواړې ليکوال/ ه شې؟ څو لارښوونې

ژباړه د ټلويزیون لیدلو پر ځای، هر څومره چې کولای شﺉ مطالعه وکړﺉ. که غواړﺉ لیکوال شﺉ، دوه کړنې ترسره کړﺉ: ډېر ولولﺉ او ډېر ولیکﺉ. کله کله که حتا حوصله هم نه لرﺉ باید لیکلو ته دوام ورکړﺉ. که غواړﺉ تر ټولو په صاقانه توګه ولیکﺉ، باید پوه شﺉ چې ستاسې غړیتوب په ادبپوهانو کې پای ته رسېدلی. تر ټولو مهم موضوعات هماغه دي چې په اړه یې غږېدل تر ټولو سخت او ستونزمن دي. داسې چې توري ستاسې احساسات کم رنګ کوي د دې موضوعاتو له لیکلو شرمېږﺉ. […]

لیکوالي

لنډه کیسه: هېڅکله مه ناهيلي کېږﺉ

  ژباړه: نسیمه محمدي څلور ډيوې ورو ورو سوځېدې، چاپېریال دومره ارام او چوپ و، چې د هغوی ترمنځ خبرې اورېدل کېدای شوای. لومړۍ ډيوې وویل: زه سوله یم، هېڅوک نشي کولی ما تل روښانه وساتي. فکر کوم ډېر ژر به خاموشه شم. د سولې خبرې لا خلاصې نه وې چې لمبه یې کمه او بیا مړه شوه. دویمې ډيوې وویل: زه ایمان یم، په رښتیا لکه چې ما ته څوک اړتیا نه لري، نو ځکه زه هم نور روښانه پاتې کېدو ته لېواله نه یم، چې له دې زیات […]

ادبیات

ليکوال ته!

هېڅکله هغه څه مه ليکه، چې نغواړې نور يې ولولي. د انسان فطرت داسې جوړ دى چې تل غواړي نور د دوى په ليکلو شاباسی ووايي، او دا احساس ورکړي، چې ښه ليکنه يې کړې او ښه موضوغ يې انتخاب کړې ده. دا سمه ده چې ليکوال به تل هڅه کوي ښه موضوعات انتخاب کړي او نور ته يې په اړه سپارښتنې وکړي، خو کله نا کله داسې هم پېښږي چې خپله ليکوال نه غواړي هغه څه، چې يې ليکلي نور يې ولولي. خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې […]

ادبیات

وییپانګه (قاموس) څه ته وایي؟

لیکنه/ شمله نادري قامـوس پوهنه: د ژبپوهنې په دې برخه کې د یوه علمي او څرګند میتود پر اساس د هر ډول قاموس لیکنې ترتیب او تدوین ترسره کېږي. قاموس پوهنه په لغت کې د بحر او سمندر په مانا ده او پوهنه د علم په مانا ده او په اصطلاح کې قاموس پوهنه هغه علم چې د قاموس جوړونې لارې چارې راښیي. قاموس د قاموس مترادفې کلمې، لکه فرهنگ، وییپانگه، وییزېرمه او داسې نورې دي. په پارسي کې ورته د فرهنگ، لغت نامه، باور، فکر، لاره او داسې نورې […]

ادبیات

د رومان ډولونه او پېژندنه یې

رومانونه په هر سبک کې ځای پر ځای کېدلای شي او هر ليکوال او لیکواله په رومانونو کې خپل غږ او سبک راوړلای شي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د رومان د ډولونو په هکله معلومات درکړو، د لیکنې تر پايه مو ملتیا وکړئ! د رومان ډولونه په لاندې توګه دي: لومړی – راز او رمز لرونکی رومان راز او رمز لرونکی رومان يوه داسې جنايي کیسه ده چې باید را وسپړل شي او پېچلو پوښتنو ته ځواب ووايي، په جنايي پېښو را څرخي چې کېدای شي د […]