پټ استعداد مو وغوړوﺉ؟

انتوني برجس څلوېښت کلن و، چې روغتیاپالانو ورته وویل یو کال نور ژوند کوي، ځکه په خپل مغز کې تومور لري.
هغه له ځان څخه زیات خپلې مېرمنې ته اندېښمن و، چې وروسته له ده ورته هېڅ نه پاتې کېږي.
انتوني وړاندې تر دې تکړه لیکوال نه و، خو په باطن کې یې داستان لیکلو ته لېوالتیا لرله او پوهېده چې بالقوه وړتیا په وجود کې لري.
نو له همدې امله یې خپلې مېرمنې ته د کتابونو د چاپ د حق الامتیاز په خاطر په لیکلو پيل وکړ.
نوموړی لا ډاډه نه و چې ایا څوک حاضر دي چې د هغه کتاب چاپ کړي یا نه؛ خو پوهېده چې باید یو کار وکړي.
د ١٩٦٠ م په جنورۍ کې وویل:
زه به فقط یو بل ژمی، پسرلی او اوړی ژوند وکړم او راتلونکی منی به د ونو پاڼو سره یو ځای مړ شم.
په دغه یو کال کې نوموړي، پنځه داستانونه بشپړ او یو بل نابشپړ ولیکل.
د نوموړي د دغه یو کال ګټه اخیستنه د فورسټر ”نامتو انګلیس رومان لیکونکي“ د نیم عمر او د سلینجر” نامتو امریکايي لیکوال“ دوه برابره و.
خو انتوني برجس مړ نشو!
نوموړي ٧٦ کاله عمر وکړ او په دغه کلونو کې یې اوویا کتابونه ولیکل.
له سرطان پرته ممکن هغه هېڅکله لیکوال شوای نه وای، هېڅکله یې داسې پرمختګ نه وای کړی.
ډېری له موږ څخه پټې وړتیاوې او استعدادونه لرو، کټ کټ هغه وړتیا چې برجس کې وه او یو وخت په تمه اوسو، چې بهرنی بېړنی وضعیت یې راويښ کړي.
خو غوره ده چې دغه بېړني وضعیت ته په تمه پاتې نشو او همدا اوس له ځانه وپوښتو، چې که زه د انتوني برجس په وضعیت کې وای، څه به مې کول؟
ستاسې خوښېږي چې کوم پټ استعداد مو وغوړوﺉ؟