د چرسي زوی!

لیکنه: عبدالوهاب مومند
ما غوښتل یوازې په دې ناول باندې سرسري کتنه وکړم، وخت راسره کم و، د یو پراګراف لوست څخه وروسته په دې ناول کې تلوسه دومره زیاته وه چې ځان ته مې ددې اجازه ور نه کړه چې خپل نورو کارونه ته ورسېږم، همدا اندېښنه راسره وه چې وروسته به څه کېږي؟! د ناول همدا خوندوره تلوسه او خواږه کلیوالي الفاظ و، چې په کم وخت کې مې د یاد ناول داستان له لوسته دقیق تېر کړ.
دا ناول تکړه داستان لیکونکي (نعمت الله رحیمي) لیکلی دی، فکر کوم دا پېښه ۲۰۰۷م کال په قندهار کې پېښه شوې وه چې وروسته لیکوال د ناول په چوکاټ کې منعکس کړې ده، ددې داستان پلاټ لنډ خو ډېر خوندور دی، د یاد ناول حجم ۴۴ مخو کې لیکل شوی دی. لیکوال د چرسي زوی په ناول کې راته کیسه کوي:
عبدالله تکړه او خواریکښ ځوان دی، پلار یې د مینې په غم کې د چرسو عمل لري، مور یې وفات شوې، داستان د سارا په یوې سفر باندې را څرخي، نوموړې له امریکا څخه د ډاکومینټري فلم جوړولو لپاره راغلې ده، ددې موټر په یو کلي کې د عبدالله دوی کور ترڅنګ ورانېږي، نو سارا هم د سر پناه لپاره د عبدالله دوی د کور دروازه ټکوي او مرسته ترې غواړي، له یو څه کشمکش وروسته عبدالله سارا کور ته راولي، عبدالله هم د کور دیګی کوي او هم د کور کار؛ پلار خو یې هسې هم روږدی وي، د سارا څېره او کړنې له افغاني ټولنې سره سمون نه خوړه، عبدالله هر څه ورته ورو ورو زده کړل، یوه ورځ عبدالله په خره باندې سپور وي، چې د جومات له لاوډسپېکره د یوې فرنګۍ د نیولو اعلان اوري، چې مرستندوی هم ورسره مجرم بولي، عبدالله ورخطا کېږي او له یو څو ورځو وروسته عبدالله سارا تر خپل موخې پورې بدرګه کوي خو له دې خبر نه وي چې په سارا باندې میینېږي او د داستان پای د عبدالله سرحد تر امریکا رسوي.
هغه جمله چې په دې ناول کې زما خوښېږي:
ـ مینه د چرسو د لومړۍ نشې په څېر ده، دویم ځل دې حتماً زړه ورته کېږي، خو که دې وکړه تر مرګ یې نشې پرېښودی.
۱۴۰۰/۱۰/۲۷