نۍ: افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی
د افغانستان د رسنیو څخه د ملاتړ ازاد بنسټ، نۍ د رسنیو د تړل کېدل او د لسګونه خبریالانو وزګارېدل، د اندېښنې وړ بللې ده. د جدي/ مرغومې ٢٧ د دغه بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د واکمنېدو وروسته په افغانستان کې، د لسګونه رسنیو دروازې تړل شوي او ډېر شمېر کارکوونکي وزګار شوي دي. نۍ ټینګار کړی چې د ډېری رسنیو تړل کېدل او د خبریالانو بې کاره کېدل د اندېښنې وړ ده او د بیان ازادۍ، معلوماتو ته لاسرسي او د رسنیو […]