ایا پریانکا او نیک جونز طلاق اخیستئ؟

هندي اداکارې پریانکا چوپړا چې د بالیووډ په ګډون په هالیووډ کې یې هم خپل استعداد ښودلی، د خپل مېړه “نیک جونز” نوم له خپل ټولنیزې رسنۍ اکاونټ څخه لرې کړی دی.

هغې د عکس او ویډیو شریکولو له اپ “انسټاګرام” کې د پریانکا چوپړا تایید (رسمي) اکونټ کې خپل نوم بدل کړی.

د پریانکا چوپړا په انسټاګرام اکاونټ کې د هغې نوم ‘پریانکا نیک جونز’ و، چې اوس یې په دې وروستیو کې له خپل نوم څخه د خپل میړه نوم لرې کړی دی.

وروسته له هغې چې اداکارې د خپل میړه نوم لیرې کړ، په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګنګوسې دي، چې ګوندې پریانکا او میړه یې جلا شوي دي.

که څه هم تر اوسه پریانکا چوپړا او د هغې مېړه دغه خبر نه تایید او نه یې هم رد کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې پریانکا چوپړا او نیک جونز په ۲۰۱۸م د ډېسمبر په لومړۍ نېټه په هندو او د ډېسمبر په دوهمه نېټه په عیسوي بڼه، دود و دستور واده وکړ.

پریانکا چې د خپل میړه نیک جونز څخه په عمر کې یوولس کاله مشره ده، ډېری مبصرنیو هماغه وخت د دې وړاندوینه کوله، چې د دوی اړيکه ښایي ډېر دوام ونه مومي او ممکن یو کامیابه واده پاتې نشي.