مېډل ايسټ: داسې ښکاري چې بایډن له افغانانو سره ژوره دښمني لري

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان په اړه د بایډن غیر قانوني اقدامات ښيي چې هغه د افغانستان له خلکو سره ژوره دښمني لري.

د مېډل اېسټ په نامه نشریې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی او په هغه کې یې ټینګار کړی چې یو با ثباته افغانستان د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی.

د مطلب لیکوال وایي د امریکا او نړۍ مسوولیت دی چې په افغانستان کې د دایمي ثبات لپاره لاس په کار شي او د دغه هېواد دخلکو کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

سرچینه وايي د پیسو د وېشلو په تړاو د بايډن پرېکړه هم غیر منطقي ده او دا په دې مانا ده چې بایډن د افغانستان له خلکو سره ژوره دښمني پالي.

د مطلب لیکوال خبرداری ورکړی چې د افغانانو له پیسو غلا کول او دا ډول غیر قانوني اقدامات د امریکا د راتلونکې او تاریخ لپاره بدې پایلې لرلی شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي