سپينه ماڼۍ: هڅه کوو افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي شي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي.

د سپينې ماڼۍ ځينې چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، د امریکايي حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د امریکا بندیزونه ددې سبب نه شي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي.

دغه چارواکي د نامه نه ښوودلو په شرط ویلي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو تېره جمعه هم په دې اړه غونډه لرله او په هغه کې پرېکړه شوې چې افغانستان کې به اقتصادي فعالیتونه له هر ډول محدودیتونو خوندي وي.

دغه چارواکي همدا راز د بهرنیو چارو او ماليې وزارت وروستۍ پرېکړې ته په اشارې ویلي، چې دا اقدام به په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ډېر کړي، سوداګري به نورمال وضعیت ته راوګرځي او د اقتصادي سقوط وېره به ختمه شي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د خزانې وزارت د هغه جواز هرکلی کړی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.

یاد بانک ویلي چې د امریکا دا اقدام به له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دغه راز به ورسره له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان د خصوصي بانکونو راکړه ورکړه هم خپل عادي حالت ته راوګرځي.

د یادونې ده چې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی.

ددې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.

دغه راز په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي